فوټبال: غوره لیګ کې ۴ ټیمونه مخامخ کېږي

د فوټبال د غوره لیګ سیالیو په مقدماتي دور کې به د۴لوبډلو ترمنځ سیالي وشي

د فوټبال د غوره لیګ سیالیو په مقدماتي دور کې به نن د میوند او سباوون د امرخېل او جوانان پنجشیر ټیمونو ترمنځ سیالي وشي.

د فوټبال فدراسیون ډایرکټر تخنیک طاهر رووفي ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ به نن له غرمې وروسته پیل شي.

ښاغلی رووفي وایي چې دغه سیالۍ د شاهین اسمایي ټيم ته د غوره لوبغاړو د ټاکلو په هدف جوړې شوي دي.

تر دې مهاله د دغه دور ۱۲ سیالۍ ترسره شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *