د ۳۳ لوبغاړو له منځه د نجونو د فوټبال ملي ټیم غوره کېږي

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د نجونو د فوټبال د ملي ټیم لپاره د ۳۳ لوبغاړو نومونه اعلان کړل.

د فوټبال فدراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا ۳۳ کسیزه غوره شوې لوبډله به په روزنیز کمپ کې ګډون وکړي او په لړ کې به یې تکړه لوبغاړې د افغانستان د نجونو د فوټبال ملي لوبډلې ته وټاکل شي.

د فوټبال فدراسیون په خبرپاڼه کې راغلي، په ۳۳ کسیزه لوبډله کې شبنم روهین، مریم روهین، هیلۍ ارغندیوال، مریم قاسمي، نیلوفر یعقوبي، مینه احمدي، سمیرا جلالي، رینا عریزي، بهاره قریشي، شبنم مبارز، ماهره بارکزۍ، درانۍ حسن، حسنا قریشي، زهرا فقیرزاده، منجا میر، ویدا زمرۍ، میکا سیف الرحمان، اوزلا اتمر، فرخندا نوهتاج، حنا محبت، سحر ارغندیوال، اریانا عیني، لیلا امین، حنا شاغاسي، هاجر ابوالفضل، مریم حیدري، فهیمه تابش، نیلاب محمدي، سما حماسي، لیلي ارمغان، صدف نوري، فریشته شیخ میري او دیبا صدیقي شاملې دي.

په دې نوملړ کې زیاتره بهر میشته افغان ښځینه فوټبال لوبغاړو ته د لوبېدو موقع ورکړل شوې ده، چې په هېواد کې یې د ننه مینوالو غبرګونونه راپارولي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون زیاتوي، چې غوره شوې لوبغاړې به په بېلابېلو ټاکنیزو او روزنیزو کمپونو کې ګډون وکړي او له دوی به غوره لوبغاړې ملي لوبډلې ته چاڼ شي.

د فوټبال فدراسیون تېره میاشت ښځینه فوټبال ملي لوبډلې ته د امریکا ښځینه فوټبال ملي لوبډلې پخوانۍ لوبغاړې کیلي لینډسي د مشرې روزونکي په توګه وګومارله.

د افغان نجونو د فوټبال ملي لوبډله له ۲۰۱۰ کال راهیسې په اسیایي او نړیوالو سیالیو کې لوبیږي او تر اوسه یې په ۱۴ نړیوالو فوټبال سیالیو کې برخه اخیستې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *