جرمني، کرویشیا او تورکیه د اروپايي جام د ۳ شنبې د ورځې ګټونکي

تاند- د اروپايي جام د سیالیو په دوام کې د سې شنبې په ورځ /جون ۲۱/ د جرمني، تورکیې /ترکیې/ او کرویشیا ټیمونه بریالي شول.

جرمني شمالي ایرلنډ ته یو پر صفر ماتې ورکړه. لوبه تقریباً په سلو کې ۷۹ د جرمني لوبغاړو په کنټرول کې وه او که یې تېروتنې نه وای کړي او تر یوه حده طالع د شمالي ایرلنډ په ګټه نه وای ممکن جرمنیانو ایرلنډیانو ته ۵ ګولونه ورکړي وای.

د شمالي آیرلنډ ګولکیپر د ډېرو ګولونو مخه ونیوله
د شمالي آیرلنډ ګولکیپر د ډېرو ګولونو مخه ونیوله

د شمالي آیرلنډ لوبغاړو د لوبې د ګټلو لپاره نه بلکې د لږ ګولونو د خوړولو لپاره تر پایه مقاومت وکړ او جرمنیان یې پرې نښودل چې تر یوه زیات ګولونه ووهي.

دوې نورې مسابقې، چې هممهاله وشوې، د تورکیې او چک جمهوریت او همداراز د هسپانیا او کرویشیا ترمنځ وې.

د هسپانیا غښتلي ټیم، سره له دې چې تر کرویشیا زیات پر لوبه کنټرول درلود دوه پر یو لوبه وبایلله.

او چک جمهوریت هم د ټولو د توقع خلاف دوه ګولونه وخوړل. چکي لوبغاړو د تورکیې د دوو ګولونو په وړاندې هیڅ ګول ونه کړای شو.

اوس په (A) ګورپ کې فرانسه، په (B) ګروپ کې ویلز، او په (C) ګروپ کې جرمني لومړی مقامونه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *