اروپايي اتلولي: بلجیم هنګري ته ۴ ګولونه ورکړل

تاند- د اروپا د فوټبال د اتلولیو په دوهم یا ناک اوټ پړاو کې د دغو لوبو تر لومړي پړاو زیاتې حیرانوونکې لوبې کړي دي.

په ځانګړي ډول د یکشنبې ورځ د دغه تورنمنټ له پیله تراوسه پوري تر ټولو د زیاتو کولونو ورځ وه.

  نن /یکشنبه/ په درېمه مسابقه کې بلجیم د هنګري لوبډلې ته څلور ګولونه ورکړل. تراوسه په دې اتلولیو کې هیڅ ټیم دومره ګولونه نه و وهلي.

2تر دې مخکې په دوهمه مسابقه کې جرمني سلواکیا ته ۳ پر صفر ماتې ورکړه.

د جرمني له لوري لومړی ګول د لوبې د لومړۍ نیمايي په شپږمه دقیقه کې ووهل شو. دوهم ګول په ۴۳ مه دقیقه او وروستی ګول د دوهمې نیمايي په ۶۳ مه دقیقه ووهل شو.

جرمني لوبغاړو د ګولونو ترڅنګ لوبه کاملاً په کنټرول کې لرله.

تر دې وړاندې جرمني له سلواکیا سره په ۱۰ مسابقو کې ۷ ګټلې وې. په یوه مسابقه کې سلواکیا جرمني ته ۳ پر صفر ماتې ورکړې وه.

د دې مسابقې په لومړۍ نیمايي کې آیرلنډ یو ګول وهلی و خو په دوهمه نیمايي کې فرانسوي لوبغاړو نه یوازې دا چې لوبه یو پر یو مساوي کړه بلکې په یوه پینالټي شوت یې دوهم ګول هم وواهه.

سره له دې چې فرانسې په خپل میدان کې لوبه کوله او اکثره نندارچیان فرانسویان ول، ایرلنډیانو ښه لوبه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *