فرانسه هم د اروپايي فوټبال د اتلولیو منځلوبو ته ووتله

تاند- د اروپا د فوټبال د اتلولیو په دوهم یا ناک اوټ پړاو کې  نن /یکشنبه/ فرانسې آیرلنډ ته دوه پر یو ګول ماتې ورکړه.

د دې مسابقې په لومړۍ نیمايي کې آیرلنډ یو ګول وهلی و خو په دوهمه نیمايي کې فرانسوي لوبغاړو نه یوازې دا چې لوبه یو پر یو مساوي کړه بلکې په یوه پینالټي شوت یې دوهم ګول هم وواهه.

سره له دې چې فرانسې په خپل میدان کې لوبه کوله او اکثره نندارچیان فرانسویان ول، ایرلنډیانو ښه لوبه وکړه.

نن دوهمه مسابقه د جرمني او سلواکیا ترمنځ ده. او په وروستۍ یا درېمه مسابقه کې به د هنګري ټیم له بلجیم سره مخامخ شي.

 پرون /شنبه/ پرتګال د کرویشیا تکړه ټیم ته، ویلز شمالي آیرلنډ ته او پولنډ سویس ته ماتې ورکړه.

د پولنډ، پرتګال او ویلز لوبډلې منځلوبو (کواټرفاینل) ته ووتې خو د کرویشیا، شمالي آیرلنډ او سویس لوبډلې د مسابقو له دوامه ووتلې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *