اروپايي اتلولي- بي ګروپ

تاند- په بي ګروپ کې انګلیستان، روسیه، سلواکیا او ویلز سره سیالي کوي.

انګلیستان دا ځل په لا ډاډه زړه د اروپايي اتلولیو مدیان ته راوځي.

دا ټیم د اروپايي جام د غوراوي ټولې لوبې ګټلي، یعني په لسو لوبو کې یې هیڅ یوه نه ده بایللې.

په دغه لوبډله کې د مانچستر یوناییند د کلب د وین روني او د تاټنم د بیک هري کین په شان لوبغاړي د بي ګروپ نورو ټیمونو ته خطرناک دي.

 روسیه، چې په ۱۹۶۰ م کال کې یې اروپايي اتلولي ګټلې وه، بیا هم د اتلولۍ هوس لري.

 د روسیې لوبډلې د غوراوي په سیالیو کې وروستۍ څلور سیالۍ ګټلي او د جي ګروپ د دوهم ټیم په توګه فرانسې ته تللې ده.

د ویلز په لوبډله کې تقریباً د ټولو پام د دغه ټیم فارورد ګیرت بیل ته اوښتې. نوموړی په ریل مادرید کلب کې لوبېږي.

د ده ترڅنګ د ارسنل ارون رمزي هم په ویلز کې شامل دی.

او سلواکیا، چې نژدې ۵ ملیونه نفوس لري، په وروستیو کلونو کې د فوټبال په میدانونو کې د پام وړ بریاوې کړي دي.

د چک او سلواکیا له بېلېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې سلواکیا د خپلواک هیواد په توګه په اروپايي اتلولیو کې ګډون کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *