ریل مادرید د فوټبال اروپايي اتلولي وګټله

تاند- د هسپانیا ریل مادرید کلب تېره شپه اتلتیکو مادرید ته د اروپايي اتلولیو په پایلوبه کې ماتې ورکړه او د یوولسم ځل لپاره یې د اروپا اتلولي وګټله.

دا سیالي، چې د ایټالیا د میلان په سن سیرو لوبغالي کې وشوه، ریل مادرید د پینالټي په شوتونو وګټله.

1ریل مادرید ۵ او سیالی یې ۳ پینالټي شوتونه ګول کړل.

لومړنی ګول سرجیو راموس د ریل مادرید لپاره وواهه او وروستی ګول د ریل مادرید ستوري کریستیانو رونالډو وواهه.

د اروپا د فوټبال اتلولي د کلبونو په سیالیو کې تر ټولو مهمې لوبې ګڼل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *