د اروپايي اتلولیو لومړۍ مسابقه کوربه ټیم وګټله

تاند- د اروپا د ۲۰۱۶ د فوټبال د اتلولیو لومړۍ مسابقه فرانسې ۲ پر ۱ وګټله.

دا مسابقه، چې په پاریس کې وشوه، هغه مهال د فرانسې په ګټه دوه پر یو پای ته ورسېده، چې د دغه ټیم تکړه لوبغاړي دیمیتري پایت د لوبې په وروستیو شېبو یعني ۸۹ دقیقه ګول وواهه.

پایت، چې د انګلیستان په ویستهم کلب کې لوبېږي، تېره شپه د فرانسې لومړی ګول په ۵۷ دقیقه هغه مهال ممکن کړ چې اولیور جیرود ته یې پاس ورکړ.

لوبه تر ډېره د فرانسوي لوبغاړو په کنټرول کې وه خو رومانیاوالو هم د ګولونو څو چاسنونه له لاسه ورکړل.

رومانیايي لوبغاړو یوازینی ګول په ۶۵ دقیقه په پنالټي وواهه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *