د محمد علي جنازه د زرګونو مینه والو په حضور کې خاورو ته وسپارل شوه

تاند- د بوکس نامتو اتل محمد علي د جمعې په ورځ د خپلو زرګونو مینه والو په حضور کط خاورو ته وسپارل شو.

تر دې یوه ورځ وړاندې د محمد علي په زرګونو مینه وال د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه کینتاکي ایالت ته لاړل او د محمد علي د جنازې لمونځ یې ادا کړ.

محمد علي، چې تیره اوونۍ د ۷۴ کلونو په عمر وفات شو، څو لسیزې په پارکینسون ناروغۍ اخته و، سر او ځان یې پوړېده او نه یې شوای تکیه کولی.

2محمد علي درې ځله د نړۍ د درانه وزن اتل شوی و او د یوه مدني فعال په توګه د شلمې پیړۍ په یوه تلپاتې شخصت بدل شو.

د محمد علي اصلي نوم کسیوس کیلې و. دی په ۱۹۶۴ کې مسلمان شو او خپل نوم یې په محمد علي بدل کړ.

د محمد علي د جنازې او درناوي مراسم د لوویل ښار په ازادي سټیډیم کې د دیرش دقیقو په مخه ترسره شول دا هغه ځای دی چې محمد علي په کې خپله وروستۍ مسابقه کړې وه.

په دې لوبه کې چې په ۱۹۶۱ کال کې وشوه، محمد علي بیسمن هوف ته ماتې ورکړه.

د جنازې امامت زید شاکر وکړ. امام زید شاکر وویل، محمد علي د نړۍ په ملیونونو مسلمانانو ته د اسلام یوه واقعي څېره ده چې سولې او زغم ته یې خلک رابلل:

“محمد علي د مسلمانانو د ټولنې ستره څېره وه. ده د ډېرو شیانو استازیتوب کاوه، ځکه چې دی د رښتونیو واقعتونو څرګندونه کوله د هغو واقعتونو چې هر مسلمان یې غوښتنه کوي، میړانه، سخاوت، عالي روحیه، مهرباني او مینه.”

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د اردن پاچا عبداله الثاني هم د محمد علي د تدفین په مراسمو کې ګډون وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *