محمد علي کلې څوک و؟/ ډاکټر ظهیر

د درانه وزن سوک‌وهنې د نړۍ افسانوي او پېژندل شوې څېره؛ کاسیوس مارسلوس کلي (Cassius Marcellus Clay) چې تر مسلمانېدو وروسته یې پر ځان د محمد علي کلې نوم کېښود، د ۱۹۴۲ د لومړۍ میاشتې پر ۱۷ د امریکا د کینټاکي ایالت په لويي‌وېل سمه کې وزېږېد.

محمد علي کلې ټولټال ۶۱ نړيوالې سیالۍ ترسره کړې چې له دې ډلې یې ۵۶ ګټلې البته په ۳۷ هغو کې یې خپل حریفان نيک اوټ کړي او په ۵ سالیو کي نابریالی و. کلې درې ځلې د سوک‌وهنې په درانه وزن کې نړېواله اتلولي تر لاسه کړې چې لومړۍ اتلولي یې په ۱۹۶۴ کال کې د نړۍ د تر ټولو تکړه سوک‌وهونکي سوني لیسټون تر ماتولو وروسته خپله کړه، وروسته په ۱۹۷۴ او بیا څلور کاله وروسته په ۱۹۷۸ کي د نړۍ اتل شو. کلې ته بي‌بي‌سي او سپورټ اېلوسټرېټیډ د پېړۍ د غوره لوبغاړي لقب ور کړی دی.

که له یوې خوا محمد علي په نړۍ کې د اوڅار تکړن «سپورټمن» په توګه پېژندل کېږي له بله لوري په سیاسي ډګر په ځانګړې توګه کله چې یې د ویټنام په جګړه کې له ګډونه انکار وکړ، په نړيواله کچه مشهور شو.

د کلې ژوند

کلې خپل ماشومتوب په «لویې‌وېل» کې له خپلې کورنۍ سره تېراوه، په ښوونځي کې ډېر تکړه نه و. په ۱۲ کلني کې یې بایسکل چا پټ کړ، محمد علي د دې پر ځای چې کور ته راشي او پلار و مور ته وژاړي، نېغ د پولیسو مشر جو مارټین ته ورغی چې ورک شوی بايسکل يې ور پيدا کړي. مارټین د پوليسو د مشرتوب تر څنګ د سوک‌وهنې تکړه روزونکی هم و، مارټین ته د کاسیوس مارسلوس کلې څېره او حرکات له نورو ماشومانو متفاوت ښکاره شول او غوښتنه یې تر وکړه چي په تکړښغالي «جېم» کې یې شاګرد شي. کلې یې هم غوښتنه ومنله او په لیږ وخت کي د خپلو همزوليو مخکښ شو.

د ۱۹۶۰ کال د دوبي په المپیک سیالیو کي یې په سپک وزن کې د سرو زرو مډال خپل کړ. وروسته یې حرفوي سوک‌وهنې د انجلو ډانډي تر لارښوونې لاندې مخه کړه چې ډېر ژر یې په «لويې وېل» کې خپل حریفان یو په بل پسې مات او ځان یې د اتلولي پوړیو ته لوړ کړ. د۱۹۶۰ کال د اوکټوبر پر ۲۹مه یې خپله حرفوي بریا په شپږم رونډ کې د ټوني‌هونساکر په ماتې پیل کړه.

2له ۱۹۶۰ تر ۱۹۶۳ کاله یې سر په سر ۴۰ بریاوې خپلې کړې او د سوک‌وهنې د نړۍ تکړه کسان لکه ټوني‌سپرټي، ډاني فلېمن، ډاک سادبانګ، جېم رابینسن، جورج لوګان، وېلي بسمانف او لامار کلارت له مخې لېرې کړل. د بریاوو لړۍ روانه وه، سوني‌بانکس او ارچي‌‌مور چې ۲۰۰ سیالۍ یې ګټلې وې، د کلي سوک ته تکیه نه شول. د کلې په ژوند کي تر ټولو ټاکونکې بریا د سوني‌لېسټون ماتي وه. لېسټون د سوک‌وهنې د نړۍ هغه لوبغاړی و چې هیچا ور سره مخامخېدو ته زړه نه ښه کاوه خو تنکي کلې په لومړۍ رونډ کي هېښنده کړه، په درېیم رونډ کې یې د سترګې زېږمه ور څيرې کړه او په شپږم رونډ کې یې له پښو وغورځاوه او په دې سره یې د نړۍ د درانه وزن اتلولي خپله کړه.

کلې خپلو بریاوو ته ادامه ور کړه، په ۱۹۶۵ کال کې یې د سوک‌وهنې د نړۍ پخوانی اتل، فلویډ پټرسن په دوولسم رونډ کې مات کړ.

د کلې مسلمانېدل

محمد علي کلې له څلور مېرمنو څه ۷ لوڼې «مریم، راشده، جمیله، لیلا، میا، خالیه او هنا» او ۲ زامن «محمد علي جونیر او اسد امین» لري.

که له یوه لوري کلې د تکړښت په ډګر کي په نړيواله کچه مشهور شوی و، مسلمانېدو یې بل لامل و چې کلې یې خوله پر خوله کړ. مالکوم اېکس د کاسیوس کلې په مسلمانولو کې ستر رول ولوباوو او نوم یې ورباندې محمد علي کېښود. کلې ته ۱۹۶۶ او ۱۹۶۷ کلونه تر ټولو ارزښتناک او ستړي‌کوونکي کلونه وو، ځکه چې په څه باندې یوه کال کې یې ۷ ځلې له خپلې اتلولي دفاع کړې. البته د نړۍ یوه اتل هم په یوه کال کې دومره ځلې د اتلولي ساتنې په موخه سیالۍ نه دي تر سره کړې.

له سیالیو منع کېدل

د ۱۹۶۶ کال په پای کي د کلې د عسکري پچه وختله او باید د ویټنام جګړې ته تللی وای، خو محمد علي کلې سرغړونه وکړه او نه ولاړ چې له دې موضوع څخه په ملي او نړيواله کچه ناندرۍ وزېږېدې. کلې په ۵ کلن بند محکوم او ۵ کاله له سیالیو محروم شو. البته وروسته یې محکومیت ۳ کالو ته را ټیټ شو او د بند موده یې په پیسو واخیسته. په دې دوره کې کلې د تکړښتي تمرین پر ځای سیاسي منډو ترړو ته مخه وکړه.

په ۱۹۷۰ کال کي یې بېرته د سوک‌وهنې نړۍ ته را ستون شو خو ۱۹۷۱ کال اتلولي ورڅخه جو فرېزر ترې خپله کړه. په ۱۹۷۵ کي یې یو ځل بیا جو فرېزر د یوې جنجالي سیالي په لړ کې په ۱۴ رونډ کې په فیلیپین کې مات او د ځان یې د کال غوره سوک‌وهونکی کړ. د ۱۹۷۶ کال د اپرېل پر وروستۍ ورځ یې له جېمي یانګ سره بې‌خونده سیالي وکړه. د کلې د وزن ډېرښت او بې‌ځایه غرور د دې لامل شول چې حریف یې سیالي وګټي؛ خو دوه کاله وروسته یې د لئون‌سپنکس په ماتولو سره بېرته د درېیم ځل لپاره د نړۍ اتلولي خپله کړه.

له سوک‌وهنې ګوښه‌ کېدل

کلې تر شل کلني افسانوي اتلولي او زړه راښکونکو لوبو وروسته په ۱۹۷۹ کال کې له سوک‌وهنې سره خدای‌پاماني وکړه. البته له سوک‌وهنې سره تر مخې ښې وروسته یې دوې نورې سیالۍ هم تر سره کړې چې وروستۍ هغه یې په ۱۹۸۱ کال کې له ټرور بربېک چې تر کلې ۱۲ کاله کشر و، ترسره وکړه او لوبه د بربېک په ګټه پای ته ورسېده.

پر نفس اعتماد، جرات، ځیرکتیا او تېزو پښو کلې ته د بریاوو کلۍ ورکړې وې.

محمد علي کلې په ۱۹۸۲ کال کي د پارکیسنون د سنډروم ښکار شو. له ناروغي سره سره د مینه‌والو په زړه او د تکړښت په هسک کې روڼ ستوری پاتې شو. په ۱۹۹۶ کال کې یې په جورجیا کې د المپیک د مشعل د لګونې ویاړ هم خپل کړ.

مړینه

د سوک‌وهنې د نړۍ افسانوي اتل، محمد علي کلې تر ۳۲ کلنې اوږدې ناروغي وروسته د ۲۰۱۶ کال جون پر درېیمه د ساېیزو «تنفسي» ستونزو له امله د اریزونا په روغتون کې ساه ور کړه.

روح یې ښاده‎!

One thought on “محمد علي کلې څوک و؟/ ډاکټر ظهیر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *