د علي کلې ویناوې/ وږمه وردک

١) حتى كه دې په خوب كې هم ماتى راكړ، غوره دا ده چې راويښ شې او بښنه رانه وغواړې.

٢) كله چې د خپلې موخې لپاره مبارزه كوى، هېڅ هم له لاسه نه وركوى؛ فكر كوم رښتينى بايلونكى هغه څوك دى چې موخه نه لري.

٣) له خلكو څخه د هغه د پوستكي د رنگ په خاطر كركه كول لويه تيروتنه ده، موضوع دا نه ده چې له څه رنگه پوستكي كركه لرې، بلكې مسئله دا ده چې ستاسو تفكر په بشپړ ډول غلط دى.

٤) بې ايماني د دې سبب كېږي چې خلك له نويو پېښو وډار شي؛ زه پر ځان ايمان لرم.

٥) زما ټوكې كول د واقعيتو ويل دي؛ او دا د نړۍ تر ټولو خوندوره ټوكه ده.

٦) زه په كور كې ښه سړى يم، خو نه غواړم نړۍ پر دې پوه شي.

٧) ورځې مه شمېره، هغه ارزښتمنې كړه.

٨) زه عالي يم، دا مې مخكې تر دې چې پام شي عالي يم هم ويلي وو.

٩) په مبارزو كې خوند نشته، خو په ځينو مبارزو كې مې د بريا خوند څكلى دى.

١٠) يوازې هغه څوك كولى شي د خپل روح دننه لاړ شي او د برياليتوب لپاره لازم قوت وكاروي، چې د ماتې خوند يې څكلى وي.

١١) “ناممكن” يوازې يوه كلمه ده او پر هغو كسانو پورې اړوندېږي چې د دې پر ځاى چې د يوه داسې ځواك په لټه كې وي چې نړۍ ته بدلون وركړي؛ په دنيا كې ژوند كول ورته اسانه ښكاري.

“ناممكن” يو حقيقت نه دى بلكې يو باور دى، ناممكن د نظر بيانول نه دي بلكې شهامت دى، ناممكن بالقوه ده، ناممكن زر تېرېدونكى دى، ناممكن هېڅ دى.

١٢) ما د تمرين د وخت له هرې شېبې څخه كركه درلوده؛ خو ځانته به مې ويل (پر يوه ځاى مه درېږه، زيار وگاله او ټول عمر د يوه اتل په څېر ژوند وكړه.)

١٣) كاسياس كلې زما غلام نوم دى، ما هغه نه دى ټاكلى او نه مې د ځان لپاره غوښتى. زه محمد علي يم، يو ازاد نوم او له خلكو غواړم چې كله له ما سره خبرې كوي نو دا نوم راته وكاروي.

١٤) چا که په پنځوس کلنۍ کې هم خپل ژوند هغه ډول ولید لکه په شل کلنۍ کې یې چې لیده؛ نو پوه شه چې د خپل ژوند دېرش کاله یې ضایع کړي دي.

١٥) هر ورځ داسې ژوند وكړه لكه د عمر وروستۍ ورځ دې چې وي؛ ځكه اخر به دې د تلو وخت راشي.

١٦) كله چې مې ذهن توانېږي تصور يې كړم او زړه مې پرې باور لري؛ ډاډه يم چې هغه څيز ته به رسېږم.

١٧) زه امريكايى يم، زه هغه برخه يم چې ته يې نه شې پېژندلى، خو له ما سره ځان عادت كړه. پر ځان ډاډه تور پوستكى. زما نوم په تا پورې اړه نه لري، زما دين ستا په شان نه دى؛ زما موخې پر ما اړه لري، نو له ما سره ځان عادت كړه.

١٨) يونانيان وايي ته تر افسانوي كاسياس نه هم غوره يې.

١٩) زه دومره چټك يم چې كله مې تېره شپه څراغ گُل كړ، مخكې د كوټې تر خاموشۍ زه په خپل بستر كې وم.

٢٠) سوكوهنه يعنې د يوې ډلې سپين پوستكيو ننداره او دوه تور پوستكي چې يو بل سره وهي.2

3 thoughts on “د علي کلې ویناوې/ وږمه وردک

  1. Thank you for sharing them. I like reading them. they are very incredible.

  2. وږمه جانې !ډېره مهربانی ډېر ګټور مطلب دې نشرته سپارلي .ستا دنورو ګټورو مطالبو په هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *