د افغان پرمختیایي او د پاکستان د حبیب بانک یو ورځنۍ لړۍ مساوي شوه

د افغانستان پرمختیایی کرکټ لوبډلې له خوا په څلورمه یو ورځنۍ لوبه کې د پاکستان حبیب بانک لوبډلې ته په دریو ویکټو ماتې ورکولو سره ددواړو لوبډلو ترمنځ د څلورو یو ورځنیو لوبو لړۍ مساوي پای ته ورسیده.

د افغانستان کرکټ بورډ په کوربه توب د افغانستان کرکټ بورډ پرمختیایی او د پاکستان حبیب بانک لوبډلو ترمنځ د څلورو یو ورځنیو لوبو وروستۍ لوبه نن د کابل الکوزي کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې پچه افغان لوبډلمشر نجیب ځدران وګټله او د توپوهنې بلنه یی سیالې لوبډلې ته ورکړه. د پاکستان حبیب بانک لوبډلې په ټاکلو څلویښتو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو ۲۲۷ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته یی د ۲۲۸ منډو هدف ورکړ. د پاکستان له لوري وقاص ۶۸ او امام الحق ۵۰ منډې جوړې کړې. د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې نجات خان او سید شیرزاد درې درې لوبغاړي وسوځول. افغان لوبغاړو ورکړل شوی هدف په ورستي اور کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو پوره کړ، چی پکې افسر ځاځي ۶۸ او عمران جنت ۵۶ منډې وکړې. د پاکستان حبیب بانک له لوري په توپ اچونه کې محمد نعیم او عثمان خان دو دوه لوبغاړي وسوځول.

2د لوبې د پای په مراسمو کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس نسیم الله دانش له راغلو میلمنو د کابل والي حامد اکرم، د چارو ادارې مرستیال نعمت الله سایر، په افغانستان کې د پاکستان سفیر سید ابرار حسین، د ولسي جرګې غړو قادر ځاځي، نسیمې نیازۍ، قدرت الله سهاک او په کابل کې د حبیب بانک مسؤل خاور محمود،  نندارچیانو او د رسنیو همکارانو ته ښه راغلاست وویل.

ښاغلي دانش د افغان لوبغاړو څخه مننه وکړه چی هیوادوالو ته یی بیا هم خوښي ورکړه او د خپلو اداري کارکوونکو کړنې وستایلې او زیاته یی کړه، دوی ته د لوبغاړو غوراوي کمیټې د لوبغاړو د وړتیاو پورته کیدو په هکله ښه نظرونه شریک ورکړي دي.

نوموړي همدا راز وویل : (( موږ به دغو لوبغاړو ته به په راتلونکو کې نورو لوبډلو کې د د لوبو کولو زمینه برابره کړو او نور ځوانو لوبغاړو ته به نور فرصتونه په واک کې ورکړو. ))

د کرکت بورډ اجراییوي ریس شفیق الله ستانکزی وایی: (( دا زموږ لپاره یو ننګونه وه چی د یوې داسې سترې لوبډلې کوربتوب تر ورستیو شیبو په نړیواله کچه ترسره کړو خو الحمدالله پدې کې موږ خپلې موخې ته ورسیدو. ))

ستانکزی زیاتوي چی افغانان په هر ډګر کې وړتیا لري او لدې لارې به هیواد ته خوښۍ ورکړي.

د پروګرام په ورستیو کې د افغانستان کرکټ بورډ له لوري لوبغاړو او لوبډلو ته نغدي جایزې او جامونه ورکړل شول. د لوبې غوره لوبغاړي نغدي جایزه د ولسي جرګې غړې نسیمی نیازۍ او جام په افغانستان کې د حبیب بانک مسؤل خاور محمود له لوري افسر ځاځي ته ورکړل شو. د ۴۳۴ منډو په جوړولو او دوو ویکټو په اخیستو سره د سریز غوره لوبغاړي جام په افغانستان کې د پاکستان سفیر سید ابرار حسین او نغدي جایزه د ولسي جرګې غړي قادر ځاځي له لوري د حبیب بانک لوبغاړي امام الحق ته ورکړل شوه.

دا چی سریز مساوي پای ته ورسید، د افغانستان کرکټ بورډ له دې امله چی د پاکستان حبیب بانک لوبډله میلمه وه نغدي جایزه او جام یی هم ورکړ. نغدي جایزه د کرکټ بورډ عمومي ریس نسیم الله دانش او جام د چارو ادارې مرستیال نعمت الله سایر او کابل والی حامد اکرم له لوري د پاکستان حبیب بانک لوبډلمشر عمران فرحت ته ورکړل شو.

عمران فرحت د افغان کرکټ بورډ او افغانانو له میلمه پالنې مننه وکړه او زیاته یی کړه چی واقعآ افغانانو کې ډیر استعداد شته چی هرې لوبډلې ته ماتې ورکولی شي.

نوموړي وویل موږ به د دوستۍ، خوشحالۍ او د افغان کرکټ بورډ ښه اداري سیستم پیغام له ځانه سره پاکستان او نورو ځایونو ته ورسوو. د افغانستان کرکټ بورډ لوبډلې لوبډلمشر نجیب ځدران د خپل هر لوبغاړي لوبه وستایله او د کرکټ بورډ څخه یی مننه وکړه، چی ځوانو لوبغاړو ته یی ددې لوبو زمینه برابره کړه. هیره دې نه وي چی ددغه سفر په لړ کې د افغانستان کرکټ بورډ پرمختیایی لوبډلې د پاکستان حبیب بانک لوبډلې ته په څلور ورځنيو لوبو سریز کې ماتې ورکړېوه. میلمه لوبډله به سبا له کابل څخه د خپل هیواد په لوري روانیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *