افغان پرمختیايي ټیم د پاکستان حبیب بانک ته ماتې ورکړه

د پاکستان حبیب بانک او د افغانستان د پرمختیایي لوبډلو ترمنځ د څلور ورځینیو سیاليو لړۍ د افغان پرمختیایي لوبډلې په بریا پای ته ورسیده.

د افغانستان پرمختیايي لوبډلې او د پاکستان حبیب بانک دوط څلور ورځینۍ مسابقې وکړې، لومړۍ مساوي شوه خو دوهمه افغان لوبغاړو وګټله.

1د دوهمې لوبې پچه د حبیب بانک لوبډلمشر وګټله او افغان پرمختیایي لوبډله یې توپوهنې ته راوبلله. افغان پرمختیایي لوبډلې د سیالۍ په لومړۍ پاڼۍ کې چې د دوهمې ورځې تر غرمې پورې وغځیده، د ټولو لوبغاړو د سوځېدو په پای کې ۳۹۴ منډې جوړې کړې.

د افغان ټیم کیپتان احسان جنت ۱۴۱، طارق ستانکزي ۷۷ او شوکت زمان ۵۹ منډې وکړې.

د پاکستان حبیب بانک لوبډله د خپلې توپوهنې په لومړۍ پاڼۍ کې ونه ځلیده او د۱۵۰ منډو په بدل کې یې ټول لوبغاړي وسوځېدل. له دې سره افغان پرمختیایي لوبډله د ۲۴۴ منډو په توپیر پر حبیب بانک لوبډلې مخکښه شوه.

د توپ اچونې په لومړۍ پاڼۍ کې د افغان پرمختیایي لوبډلې توپ اچونکو له لوري شرف الدین اشرف ۴، ظاهر خان پکتین ۳ او سید شیرزاد هم ۳ لوبغاړي وسوځول.

افغان پرمختیايي لوبډلې د خپلې توپوهنې په دوهمه پاڼۍ کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۳۶ منډې جوړې کړې او له دې سره پر سیالې لوبډلې د ۴۸۰ منډو په توپیر مخکښه شوه. د پرمختیايي لوبډلې توپوهونکو له لوري منیر احمد ۱۰۲ منډې جوړې کړې.

د حبیب بانک لوبډلې د خپلې توپوهنې په دوهمه پاڼۍ کې چې د څلورمې ورځې تر پایه وغځیده، د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۶۴ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۲۱۶ منډو په توپیر افغان پرمختیایي لوبډلې ته وبایلله.

د افغان پرمختیایي لوبډلې توپ اچونکو له لوري ظاهر خان پکتین ۶ او آفتاب عالم ۲ لوبغاړي وسوځول.

د د څلور ورځینیو سیالیو د لړۍ د پای په مراسمو کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش، د عمومي ریاست لومړي مرستیال حاجي عزیز الله فضلي، د ملي لوبډلې پخواني روزونکي کبیر خان، احمدشاه پکتین، شیرآغا همکار، دواړو لوبډلو او د رسنیو همکارانو ونډه درلودله.

د مراسمو په ترڅ کې ظاهر خان پکتین ته د لوبې غوره لوبغاړي او د سیالیو د لړۍ غوره لوبغاړي ډالۍ ورکړل شوي.

د کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش ووییل چې، موږ د الکوزي – کابل نړیوال کرکټ لوبغالي څخه د نړیوالو سیالیو کوربه لوبغالي جوړولو په درشل کې یو. په دغه بهیر کې زموږ د ادارې په لومړیتوبونو کې په هره کچه د نړیوالو سیالیو کوربه توب دی. دانش د دواړو لوبډلو لوبې وستایلې او د میلمه لوبډلې لوبغاړي یې د میلمه پالنې دود له مخې وستایل.

اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي ووییل چې، زموږ هڅه او هاند ځوانو استعدادونو ته وده ورکول دي. همداو چې په دواړو سیالیو کې مو په لوبډلو کې بدلون راوست. په پایله کې زموږ هڅو رنګ راوړ او ځوان استعدادونه وځلیدل. سربیره پردې، په ایلیټ کپ ولایتي سیالیو کې هم ځوان لوبغاړي ځلیږي او زموږ د کړو هلوځلو بریالی رنګ منعکسوي.

د پاکستان حبیب بانک لوبډلې لوبډلمشر عمران فرحت ووییل چې، زه د افغان لوبغاړو له استعدادونو متاثر شوم او د کرکټ بورډ غوره میلمه پالنې منندویي کوم.

د افغانستان پرمختیایي لوبډلې لوبډلمشر احسان جنت له افغان کرکټ بورډ ادارې څخه مننه وکړه چې ددوی لپاره یې په کور دننه غوره امکانات برابر کړي دي.

ټاکل شوې د کوربه او میلمه لوبډلو ترمنځ د یو ورځینیو سیالیو لړۍ د را روانې یک شنبې په ورځ پیل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *