د پرمختیايي او حبیب بانک لوبډلو د سیالیو لړۍ سبا پیلېږي

د افغانستان کرکټ پرمختیایي لوبډله به سبا د پاکستان حبیب بانک لوبډلې پر وړاندې د ۲ څلور ورځینیو او ۴ یو ورځینیو سیالیو لړۍ پیل کړي. د سیالیو څرنګوالي او موخو په اړه نن د کرکټ بورډ رسنیو په تالار کې رسنیو ته معلومات ورکړل شول.

په دغه ناسته کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش، اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي، د پاکستان حبیب بانک لوبډلې لوبډلمشر عمران فرحت، د افغانستان پرمختیایي لوبډلې لوبډلمشر نجیب الله ځدراڼ، د افغانستان پرمختیایي لوبډلې روزونکي رئیس احمدزي، د حبیب بانک لوبډلې روزونکي عتیق الرحمن، د کرکټ بورډ کارکونکو او د رسنیو همکارانو ونډه درلودله.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش وویل چې، “کابل په لومړي ځل د کرکټ په ډګر کې د یوې بهرنۍ لوبډلې کوربه توب کوي. زه د حبیب بانک لوبډلې ته ښه راغلاست وایم او د پاکستان کرکټ بورډ او حبیب بانک له مسئولینو مننه کوم چې دوی ته یي افغانستان ته د راتګ اجازه ورکړه. موږ د دوستۍ لپاره لوبه کوو او زه باور لرم چې د حبیب بانک لوبډله به له افغانستان څخه ښې خاطرې له ځانه سره یوسي.”

اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي وویل چې، “موږ په لومړي وار د پاکستاني لوبغاړو کوربه توب کوو. ددوی په لوبډله کې د عمران فرهت په شمول نور پیاوړي لوبغاړي چې د دوی په نولس کلنه لوبډله کې هم لوبیدلي دي، ګډون لري. له دغو سیالیو څخه زموږ موخه په افغانستان کې د نړیوالو سیالیو کلتور ته وده ورکول دي او په دغه درشل کې به موږ تل د ډیرو لاسته راوړنو په هاند پراخې عملي هلې ځلې وکړو”.

د پاکستان پرمختیایي لوبډلې لوبډلمشر عمران فرحت وویل چې، “موږ دلته د تجربو او زده کړو تبادلې لپاره راغلي یو او زه باوري یم چې، د افغانستان پرمختیایي لوبډلې پر وړاندې د ښو لوبو په پایله کې به زموږ ټاکونکې کمیټه د رضایت څرګندونه وکړي. افغانستان ته راتګ یوه غوره تجربه ده او موږ دلته ډیره توده میلمه پالنه ولیده. زه باور لرم چې، ټول افغانان به د سیالیو له لړۍ څخه خوند واخلي.”

د افغانستان پرمختیایي لوبډلې لوبډلمشر نجیب الله ځدراڼ ووییل چې، “زموږ په پرمختیایي لوبډله کې ټول ځوان لوبغاړي ګډون لري او انشاءالله سیاله لوبډله به د سیالیو په هر فارمټ کې وځوروو. زه د کرکټ له ټولو مینه والو هیله کوم تر څو لوبغالي ته په راتګ سره خپله لوبډله وهڅوي.”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *