د بوکس نامتو اتل محمد علي کیلې وفات شو

تاند- د نړۍ د سوکلوبې یا بوکس پخوانی اتل محمد علي کیلې د امریکا په اریزونا کې وفات شو.

د څلور اویا کلن محمد علي د مړینې خبر د هغه کورنی ورکړ. دی د شلمې پیړۍ د سوک نامتو لوبغاړی و.

محمد علي له ۳۲ کلونو راهیسې د پارکینسن یا لړزې په ناروغۍ اخته و. دا داسې ناروغي ده چې ناروغ پکې سر او نور ځان نه شي تکیه کولی. محمد علي په ۲۰۰۴ م کال کابل ته راغلی و.

محمد علي د اونۍ په پیل کې بستر شو او تیره ورځ یې ساه ورکړه.

محمد علي کیلې په ۱۹۴۲ م کال زېږېدلی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *