د بوکس د ملي سيالیو لپاره د ننګرهار ۱۶ کسیزه لوبډله جوړه شوه

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې د سوکلوبې (بوکس) فدراسيون استادانو د ۱۲ ورزشي کلپونو له منځه ۱۴ کسیزه لوبډله غوره کړه.

په دې لوبډله کې، چې استاد پسرلي خاکسار یې سرپرستي کوي او یو ترینر لري، ۱۴ لوبغاړي شامل دي.

دا لوبډله به پنځه ورځې وروسته په مرکز کابل کې د سوک یا بوکس په ملي سیالیو کې ګډون وکړي.

د ننګرهار د بدني روزنې امر شاهدالله صافي د بوکس فدراسيون له استادانو وغوښتل چې هغو لوبغاړو ته په منتخب ټيم کې د ګډون چانس ورکړي چې وړتیا ولري، ملي ټیم ته لاره پېدا کولی او د ننګرهار لپاره ښه مقام تر لاسه کولی شي.

د بوکس فدراسیون مسؤل پسرلي خاکسار هم هیله څرګنده کړه چې ډک لاسونه به بېرته ننګرهار ته راګرځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *