افغان بوکس الله داد رحیمي جاپاني سیال ۳ پر صفر مات کړ

تاند- افغان بوکسر الله داد رحیمي خپل جاپاني سیال ته ۳ پر صفر ماتې ورکړه او د ۱۶ غوره لوبغاړو په کتار کې ودرېد چې المپیک لوبو ته د رسېدو چانس لري.

الله داد رحیمي په ۶۹ کیلوګرام وزن کې خپل جاپانی سیال ساتو ریوچي درې پر صفر مات کړ او ځان یې د المپیک سیالیو ته نژدې کړ.

د رحیمي په وزن کې د نړۍ د ۴۷ هیوادونو ۴۷ لوبغاړي شته. رحیمي به په بل پړاو کې د ترینیداد هیواد له پرنس هارون سره مخامخ شي. هارون د برازیل تکړه بوکسر ته ماتې ورکړې ده.

2ټاکل شوې ده چې د دوی مسابقه سبا /جون۲۰/ وشي او که یې دغه غښتلي لوبغاړی ته هم ماتې ورکړه، منځلوبو ته به ورسېږي او بیا به غالیاً د بریتانیا له کیلي جوشوا سره مخامخ شي.

که رحیمي دغو دوو لوبغاړو ته ماتې ورکړه، د المپیک مسابقو ته به غوره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *