افغان احسان الله کاکړ خپل قزاقي سیال ته ماتې ورکړه

 احسان الله كاكړ د قزاقستان هېواد د الماتا په ښاز كي سیالي درلوده، چي د ١٦ هيوادونو استازو په کې ګډون کړی و او دا فايټ مركزي فايټ و.

 پنځه راونډه چې هر راونډ پنځه دقيقې دی، وكولاي شول، چي په لومړي راونډ كې خپل قزاقي سیال ته ماتې وركړي يعني نيك اوټ يي کړي او د اتلولۍ كمربند يي له لوړ سازمان څخه ترلاسه کړي.

 ښاغلی کاکړ وایي، چې له دوه میاشتو راهیسې دغې آزادې سیالۍ لپاره چمتووالی نیولی، تر څو د خپلې بریا پر مټ د هېواد درې رنګه بیرغ په رپولو سره د افغانانو زړونه لاسته راوړي.

 نوموړي په تېر کې د واشو په نوم ورزشي سیالۍ ترسره کولې او وروسته له هغې یې د باکسینګ یا بوکس وهنې ملي غړيتوب هم تر لاسه کړی دی.

 احسان الله کاکړ وایي: «په لومړي ځل کله چې پنځه کلن وم، نو ما د اوشو سیالي پیل کړه او یو څو کاله مې دغه سیالي مخته وېوړله، بیا مې د بوکس وهنې سیالۍ ته لاره پیدا کړه. چې بیا مې ملي ټیم ته لاره پیدا کړه او لاسته راوړنې مې هم درلولې.

 نوموړي له هېواد والو غوښتي، چې په دعاګانو کې یې یاد وساتي تر څو افغانستان ته لا نورې بریاوې راوړي.