افغان ۱۹ کلنې لوبډلې هند لوبډلې ته د ۲ ویکټو په توپیر ماتې ومنله
نن سهار ۷:۳۰ بجې د هند په ایکانا کرکټ لوبغالي کې د دواړو لوبډلو ترمنځ د لوبې له پیلېدو وړاندې د هندوستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې له ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه چې افغان لوبډلې د خپلې توپوهنې په لړ کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو په ټولو ۵۰ اورونو کې له سیالې لوبډلې ۱۸۸ منډې ترلاسه کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۸۹ منډو هدف وټاکه.
د افغان توپوهونکو له منځه عبدالرحمن رحماني ۵۷ ناسوځېدلې، رحمن الله ځدراڼ ۴۷ او فرهان ذاخېل ۲۷ منډې ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې د هندوستان د توپ اچونکو له ډلې بیا ورما، سوتر او رکشان دوه-دوه او اکاش سېنګ او جوشي یوه-یوه ویکټ واخیسته.
هند لوبډلې د لوبې په ۱۴م اوور کې ۵۲ منډې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو جوړې کړې وې، خو له دې اوور وروسته سیالي هند په خپله ولکه کې واخیسته او ویې کولای شول چې افغان ۱۹ کلنه لوبډله ماته کړي.
له ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډلې نن په خپله دویمه یو ورځنۍ لوبه کې له سیالې هندۍ لوبډلې د دوه ویکټو په توپیر ماتې ومنله.