د ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډلې اسیا جام کې کوېټ ته هم ماتې ورکړه

تر ۱۹ کلنو د کم عمره ځوانانو ترمنځ په اسیا جام روانو سیالیو کې افغان لوبډلې د کوېټ پر وړاندې د ټاس په ګټلو سره توپ اچونه غوره کړه.
په دغې لوبه کې کوېټ لوبډلې افغان لوبډلې ته د ۸۶ منډو هدف په واک کې ورکړ.
افغانستان ته توپ اچونه کې شفیق الله غفاري درې، نور احمد دوه او عبدالرحمن د سیالې لوبډلې له لوريی یوه ویکټ واخېسته.
افغان لوبډلې یاد هدف ۱۳م اور کې د درې ویکټو په زیان سره پوره کړ او لوبه یې د اوو ویکټو په شتون کې وګټله.
له دې وړاندې افغان لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړې وه او راتلونکې لوبه به د دوشنبې په ورځ د هند پر وړاندې ترسره کړي.