د سرېلانکا لاسیت ملینګا په ۲۰ اوریزو سیالېو کې ریکارډ جوړ کړ

نصرت الله عمرزی
د سریلانکا پیاوړي تېز توپ اچونکي لاسیت ملینګا تېره شپه د نیوزېلېډ پر وړاندې لوبه کې په څلورو توپونو پرله پسې څلور ویکټې واخېستې.
دا د ملینګا ۷۶ یمه لوبه وه او په دې لوبه کې یې ټول پنځه لوبغاړي اوټ کړل او په دې سره یې په شل اوریزو سیالیو کې ۱۰۴ ویکټې پوره کړې او لومړی لوبغاړی شو په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې د سلو ویکټو اخېستو ریکارډ په خپلو نوم کوي له دې وړاندې شاهد افریدي په ۹۹ لوبو کې ۹۸ ویکټې اخېستې وې.
د يارکر ویشتنې ماسټر دغې ماسټر لوبغاړي له دې وړاندې په ۲۰۰۷ کال کې د سويلي افريقا لوبډلې پر وړاندې په يو ورځينۍ سيالۍ کې هم په څلورو توپونو څلور پرلپسې ويکټې اخيستې وې او د نړۍ زیات هټریک اخېستونکی لوبغاړی هم دی.
په نورو لوبغاړو کې بیا افغان ورو توپ اچونکی راشد خان دی، چې د ایرلینډ پر وړاندې په څلورو توپونو پرله پسې څلور ویکټې اخېستي دي.
د تېرې شپې لوبه کې سریلانکا د ۸ لوبغاړو په سوزېدو سره نیوزېلېډ ته د ۱۲۶ منډو هدف ورکړ؛ خو نیوزېلېنډ لوبډله د ملینګا د ښې توپ اچونې له امله ۱۶ اورونو کې په ۸۸ منډو اوټ شوه او لوبه سریلانکا په ۳۷ منډو وګټله.
له دې وړاندې دوه لومړۍ لوبې نیوزېلېنډ لوبډلې ګټلې وې او د سیریز اتلولي یې له وړاندې ترلاسه کړې وه.
له شل اوریز سیریز وړاندې دواړو لوبډلو دوه ټېسټ لوبې هم کړې وې، چې یوه سریلانکا او نیوزېلېنډ ګټلې وه.