د سریلانکا لاسېټ ملینګا په خپله وروستۍ لوبه کې هم ښه وځلېد

نصرت الله عمرزی

سریلانکا لوبډلې بنګله دېش ته د درې یو ورځنیو لوبو د سیریز په لومړۍ لوبه کې د اته لوبغاړو په سوځېدو سره د ۳۱۵ منډو هدف ورکړ.

سریلانکا ته کوسل پریرا تر ټولو زیاتې ۱۱۱ منډې، متیوز ۴۸ او مینډیز ۴۳ منډې وکړې؛ خو بنګله دېش ته شفیول السلام درې ویکټې واخېستې.

بنګله دېش لوبډلې هدف ته ځان ونه شو رسولی او ټول لوبغاړي یې ۴۲م اور کې په ۲۲۳ منډو اوټ شول.

بنګله دېش ته مشفیق الرحیم ۶۷ او صابر الرحمن ۶۰ منډې وکړې.

سریلانکا ته لاسیت ملینګا او پرادیپ درې درې ویکټې واخېستې.

لاسیت ملینګا په دې لوبه کې ۹،۴ اورونو کې د ۳۸ منډو په ورکولو او د درې ویکټو د اخېستو ترڅنګ په شپږ بالونو شپږ ناسوځېدلې منډې هم وکړې او د یو ورځینیو سیالیو سره یې مخه ښه وکړه.

دا ملینګا ۲۲۶مه لوبه وه او په ۲۲۰ اننګزونو کې یې ۳۳۸ ویکټې اخېستې دي.

نوموړی به له ۲۰۲۰ کال نړیوال جام وروسته د شل اوریزو سیالیو سره مخه ښه وکړي او یواځې تجارتي سیالیو کې لوبېدو ته ادامه وکړي.