د ملینګا مینه والو ته بد خبر

محمود خان منندوی

د سریلانکا کریکټ بورډ تائید کړه، چي راتلونکې جمعه به د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی لاسیټ ملینګا د یو ورځنیو لوبو سره مخه ښه وکړي.

راتلونکې جمعه ( جولاي 26) سریلانکا په کولومبو کي د بنګله دیش پر وړاندي د دریو یو ورځنیو لوبو سیریز پیلوي، چې د دې سیریز لومړۍ لوبه د یو ورځنیو لوبو په فارمټ کي د ملینګا وروستۍ لوبه ده.

ملینګا تر اوسه 225 یو ورځنۍ لوبې کړي، چې 335 ویکیټې یي اخیستي دي. هغه اوس 35 کلن دی.

نوموړی په ښي لاس تېزه توپ اچونه کوي او ښې توپ اچونې یې ډېر مینه وال پيدا کړي وو.