د مینه والو د توند غبرګون سره سره سریلانکا بیا هم د ماتو ټغر ټول نکړی.
راپور: خپلواک دریځ
له ټیسټ لوبو لړۍ ګټلو وروسته هند له سریلانکا د پنځوس اوریزو لوبو سیریز هم وګاټه، کوربنې سریلانکا ته د دوو سر پر سر ماتو ورکولو وروسته په دریمه لوبه کې هم هند بریا ترلاسه کړه او دا لړۍ یې په خپل نوم کړه. دغه سیالۍ کې هغه وخت چې هند ته د ګټلو لپاره یوازې ۸ منډې پاته وې سریلانکایې مینه والو د لوبې منځ کې خپل لوبغاړي لوبې کولو ته نه پرېښودل او د سپکو سپورو سره سره یې هغوی په بوتلانو ویشتل، چې دې چارې د څه وخت لپاره لوبه هم ودرول ټول لوبغاړي له میدانه ووتل او امنیتي ساتونکو ته خبره ورسېدل ترڅو د لوبې د نندارچیان مظاهره کابو کړي .
د سیالۍ پچه سریلانکا وګټل او د توپ وهنې پریکړه یې وګړل خو د بومرا د توپ اچوونې مبارزه کې د دوی لوبغاړي پاته راغلل او په ۵۰ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو له سوځېدو وروسته ۲۱۸ منډې هدف هند ته ورکړی.
جسپریټ بومرا د خپل ژوند ترټولو غوره توپ اچوونه وکړه هغه په ۱۰ اورونو کې یوازې ۲۷ منډې وکړې او ۵ ویکټې یې ترلاسه کړې چې دې کې یې دوه اورونه سرپرسر میډن یا بغیر له منډې ورکولو هم ترسره کړه. د سریلانکا لپاره یوازې لاهیرو تیرمنې و چې ۸۰ منډې یې په ۱۰۵ توپونو وکړې ۵ څلوریزې او یوه شپږیزه یې هم وهلې وه خو نورو لوبغاړو کې یوازې دنیش چندیمال ۳۶ منډې وکړې.
هندوستان چې په پیل کې یې خپل دوه مهم لوبغاړي شکرداون ، ویرات کوهلي، کیدرجادف او کیل راهول له لاسه ورکړه خو روهیت شرما ترپایه تسلیم نه شو او د ایم ایس ډهوني سره یې د ۱۵۰ منډو لویه ملګرتیا وکړه دې ملګرتیا کې روهیت شرما ۸۸ او ډهوني ۶۷ منډې وکړې
په ټوله کې روهیت شرما ۱۲۴ ناسوځېدلي منډې وکړې او ایم ایس ډهوني ۶۷ منډې جوړي کړې، دوې ویکټې د سریلانکا لپاره اکیلا دننجایا ترلاسه کړې.
جسپریټ بومرا د لوبې غوره لوبغاړی شو د دواړو هیوادونو ترمنځ د پنځو لوبو ددغې لړۍ څلورمه سیالۍ به راتلونکې پنجشنبه وشي