.هندوستان کوربنه سریلانکا یوځلي بیا له تاریخي ماتې سره مخ کړه

راپور: خپلواک دریځ

د دواړو هیوادونو ترمنځ دوهمه ټیسټ سیالۍ د پنجشنبې پر ورځ پیل شوه، د هندي کپټان ویارت کوهلي بخت په پچه ګټلو کې یوځلي بیا  ویښ و او د پچې له ګټلو وروسته یې د توپ وهنې پریکړه وکړه، د تېرې سیالۍ په څېر هندۍ لوبډلې یوځلي بیا د خطر زنګ په لومړي وار توپ وهنې سره سریلانکا ته وواهه،  دوی په خپلي لومړۍ پاړۍ کې د ۹ لوبغاړو له سوځېدو وروسته ۶۲۲ منډې جوړې کړې او وروسته یې توپوهنه سریلانکا ته لاس کې ورکړه.

چیتیشور پوجارا او ورسره اجنکې رهانې دا ځل د هند لپاره تر ټولو ښه وځلېدل، پوجارا ۱۳۳ منډې وکړې چې ۲۳۲ توپونو ته یې مخه کړې وه، یوه شپږیزه او ۱۱ څلوریزې یې هم وهلي وې خو رهانې بیا ۱۳۲ منډې په ۲۲۲ توپونو وکړې نوموړي ۱۴ څلوریزې وهلي وې، د دوی ترڅنګ رویندرا جدیجا ۷۰، ریدیمن ساها ۶۷، ار اشوین ۵۴ او کې ال راهول ۵۷ منډې وکړې.

رنګنا هیرات د سریلانکا لپاره یوځلي بیا خپله ارزښتمنه توپ اچوونه ثابته کړه نوموړي د هند ۴ څلور لوبغاړي وسوځول، ورسره پوشپا کمارا ۲ لوبغاړي وسوځول.

د ۶۲۲ منډو په ځواب کې سریلانکا په لومړۍ پاړۍ کې یوازې په ۱۸۳ منډو وسوځېدل او دغه پاړۍ کې یوازې نېروشن ډیکویلا ۵۱ منډې وکړې.

هندي رویچندرن اشوین په خپلې جادوګرې توپ اچونې سره د سریلانکا د توپ وهنې لین له خاورو سره خاورې کړی، نوموړي ۵ لوبغاړي وسوځول خو ورسره محمدشامې او جدیجا دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د سریلانکا له پاړۍ وروسته دغه لوبډله لاهم د هند ۴۳۹ منډې پوروړې وه ځکه خو ویرات کوهلي کوربنې سریلاکایۍ لوبډلې ته بیا د توپ وهنې چانس ورکړی.

د سریلانکا دوهمې پاړۍ کې داسې ګمان کېده، چې دوی به د هند له پوره ځان خلاص کړي ځکه د اوپل ترنګا له ویکټې غورځېدو وروسته د کوسال منډیس او کروناراتني ترمنځ یوه لویه ملګرتیا پی شوه، دواړو خپل منځ کې د ۱۹۱ منډو ملګرتیا وکړه، چې کوسال منډیس ۱۱۰ منډې په ۱۳۵ توپونو وکړې ۱۷ څلوریزې یې ووهلې او کروناراتني بیا ۱۴۱ منډې جوړي کړې په ۳۰۷ توپونو سره او ۱۶ څلوریزې یې وهلي وې، نورو لوبغاړو کې انجیلو میتیوز ۳۶ منډې وکړې، چې په دې سره سریلانکا په ۳۸۶ منډو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړه او لوبه یې د ۵۳ منډو او یوې پاړۍ په توپیر هند ته وبایلل.

توپ اچوونه کې جدیجا داځل زړه راښکونکې لوبه وکړه او ۵ لوبغاړي یې وسوځول، دده سره ترڅنګ دوه لوبغاړي هارډیک پانډیا او دوه هم اشوین وسوځول.

 د لوبې غوره لوبغاړی رویندرا جدیجا وټاکل شو نوموړي د ۷۰ منډو سربیره د خپلې لوبډلې لپاره ۷ ویکټې هم ترلاسه کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *