برتانیايي ځغاستونکي د سروزرو میډال وګوټ

خبریال: فضل رحیم رحیمي: د ځغاستې بریتانیايي لوبغاړي محمد فراح (۱۰۰۰۰) لس زره میتره واټن په وهلو د سرو زرو مډال وګاټه.

محمدفراح تېره ورځ په اتلتیک اتلولیو لوبو کې خپل سیالان شاته پریښودل او د لس زره میتره واټن په وهلو یې د سرو زرو مډال پخپل نوم کړ.

په دې سیالۍ کې د یوګانډا جوشا د سپینو او د کینیا پال ټینويي د ژېړو یا برونزو مډالونه ترلاسه کړل.

دغه (۳۴) کلن بریتانیايي لوبغاړی وایي «خوښ یم چې د دغو لوبو اتلولي خپلوم او راتلونکو مسابقو ته هم غواړم ځان تیار کړم څو یوځل بیا بریا ته ورسیږم.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *