محمد نبي په کربین غوره لیګ کې ښه وځلېد

تاند- محمد نبي په کربین لیګ کې یو وار بیا ښه وځلېد، یو لوبغاړی یې وسوځاوه او په ۴ اوورونو کې یې تر ټولو لږ منډې یعني ۱۸ ورکړې.

محمد نبي د شنبې د ورځې په سیالۍ کې هم ۱۷ منډې ورکړې وې چې د نیویز پیټریاټز لوبډلې تر نورو باوارانو تر ټولو کمې منډې وې.

د یکشنبې په سیالۍ کې راشد خان د توقع خلاف ښه ونه ځلېد. ده په ۴ اوورونو کې خپل سیال ټیم ته ۳۶ منډې ورکړې او هیڅ لوبغاړی یې ونه سوځاوه. ده د شنبې د ورځې په سیالۍ کې ۲۵ منډې ورکړې وې.

ټاکل شوې ده چې د محمد نبي نیوې پیټریاټز او د راشد ارمان امازون واریرز د دوشنبې په ورځ د امریکا له فلوریډا څخه ویسټ انډیز ته روان شي او نورې سیالۍ د کربین غوره لیګ په اصلي ټاټوبي کې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *