زمبابوې غواړي د ۲۰۱۸م کال نړیوال جام د غوراوي لوبو کوربتوب وکړي

راپور: خپلواک دریځ ||

نن د کریکټ نړیوالې شورا مشر ششنک منوهر زمبابوې ته ځي او هلته به پنځه ورځي تېرې کړي، دی به له دولتي چارواکو او ددې هیواد د سپورټ له وزیر سره وګوري.

د منوهر لیدنه له دې هیواد څخه ددوی کریکټ ته یوځلي بیا وده ورکول دي، زمبابوې شپږ کاله مخکې له ۲۰۰۵م څخه بیا تر ۲۰۱۱م پوري، ۱۲ټیسټ، ۶۳یو ورځنۍ او ۱۸ شل اوریزې لوبې په خپل کوربتوب وکړې خو ددې سربیره یې څلور بهرني سفرونه هم درلودل.

په دې وروستیو کې دوی سریلانکا ته یو کامیاب سفر درلود چې د یو ورځنیو لوبو لړۍ یې هم وګټل، زمبابوې غواړي د روان کال اوکتوبر کې د ویسټ انډیز کوربتوب وکړي چې په دې اړه یې له هغوی سره خبرې روانې دي او د روان کال په پای کې به د یو لوی سریز په موخه د افغانستان مېلمنه وي.

دوی غواړي د یو ورځنیو لوبو درجه بندۍ کې اتم مقام ته ځان ورسوي ترڅو مخامخ ۲۰۱۹م نړیوال جام کې ولوبیږي.

په جون او جولای کې که څه هم زمبابوې کې ژمی وي خو هلته اب او هوا ډېره ښه وي، ځکه خو نړیواله شورا هم غواړي د غوراوي سیالۍ هلته ترسره شي.

خو یوه اندېښنه داده چې زمبابوې د نړیوال کریکټ د کوربتوب لپاره یوازې دوه لوبغالي او اکاډمۍ لري چې یو یې هراري سپورټ کلب او بل قوینز سپورټ کلب نو که دغه سیالۍ هلته وشي، د لوبډلو لپاره به د تمریناتو زمینه په سختۍ برابریږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *