.له وږي ګېډې ور هاخوا د توپ او بیټ غم

لیکوال: خپلواک دریځ

 

کریکټ د نړۍ دوهم مخکښ او پرمختللی سپورټ دی چې کابو تر ۲۰۰ زیاتو هیوادونو کې کیږي، دا هغه هیوادونه دې چې د کریکټ نړیوالې شورا سره ثبت او اجستر دي، پوره غړیتوب یا لومړۍ درجه، دوهمه درجه، دریمه درجه او نور…

دې لوبې په وروستیو څو لسیزوکې خورا زیات پرمختګ وکړی او له اندازې زیات مینه وال یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پیداکړه، پنځه لس کاله وړاندې افغانستان کې دا لوبه تقریباً ۹۵٪ خلکو پیژندل هم نه خو دې وروستۍ لسیزه کې دې لوبې افغانستان کې دومره مینه وال پیدا کړل چې له تصوره وړاندې خبره ده، لنډه دا چې اوس افغانستان کې تر ټولو غوره او لومړی مقام لرونکې لوبه ده.

د جنګ، جګړې ډګر افغانستان او دې غم ځپلي هیواد کې ولي دا لوبه دومره زړونو ته ورسېده او ولې تر نورو ورزشونو غوره شوه؟

د افغانستان د ملي لوبډلې وروستۍ لاسته راوړنې او هڅې، پیاوړي پوره غړیتوب لرونکي لوبډلې ماتول او په نړیوالو سیالیو کې د خپل ملي بیرغ رپول، هغه څه دې چې دا لوبه یې دلته ټول خوښه وګرځول او تر نورو ورزشونو یې خورا وړاندې او لومړي مقام ته ورسول.

یوه میاشت وړاندې همدې دلیلونو د کریکټ نړیواله شورا مجبوره کړه تر څو افغانستان ته لومړی درجه غړیتوب ورکړي، لسیزې لسیزې اوړي چې ډېری هیواودنه لکه: هالنډ، سکاټلینډ، نیپال، متحده عربي امارات، امریکا، عمان، هانګکانګ، جاپان، سنګاپور، نیوجرسي او نور… له کریکټ نړیوالې شورا سره په دریمه او دوهمه درجه کې ثبت او راجستر دې خو تراوسه لاهم په دې نه دې توانېدلي، ترڅو ددې شورا دایمي یا لومړی درجه غړیتوب ترلاسه کړي.

ددې خبرې دلیل همدا دی چې نورو هیوادونو کې بنسټیز کریکټ نشته یانې کورنی کریکټ یې دومره پیاوړی نه دی، تر څو د کریکټ نړیواله شورا ددوی پر لا پرمختګ ډاډمن شي خو د افغانستان پیاوړی کورنی کریکټ او دې لوبې سره د خلکو په لویه کچه مینه هغه څه دي، چې د کریکټ نړیوالې شورا ته یې دا هیله ورکړې چې دا هیواد د کریکټ نړۍ ته اتلان او ستوري وړاندې کولی شي.

خبره داده چې د کورني کریکټ ارزښت تر ملي لوبغاړو او لوبډلې هم زیات دی، ځکه که کورنی کریکټ نه وي نو ملي لوبډله به له کومه راځي یا جوړیږي شل کاله هاخوا ولي افغانستان کې کریکټ نه و؟ ولي دا لوبه پکې دومره مشهوره نه وه او ولي یې پوره غړیتوب نه ترلاسه کاوه دا هرڅه د کورني کریکټ برکت دی چې نن دې ډګر کې یو لوړ مقام ته رسېدلي یو.

نو کورني کریکټ ته باید زیاته پاملرنه وشي هلمند چې د کریکټ مینه وال پکې له حده اوښتي بې شمېره لوبډلې او لوبغاړي لري، دا هغه بیوزله او بې چاره لوبغاړي دې چې په خپلو شخصي لګښتونو یې ځان ته لوبډلې جوړي کړي او د لوبې زمینه یې ځان ته برابره کړې، دوی کې داسي لوبډلې او لوبغاړي هم شته چې د توپ په یوه سلوشن یا ټیپ رانیولو یې هم وس نه رسي، د ټینس بیا هغه لوبډلې دې چې ډیری یې سوداګر او بنسټونه سپونسروي هم نه نو هرڅه ددوی تر خپلې غاړي دي.

 په لومړي سر کې له کورنیو څخه هیله کوو چې له درسونو او نورو مهمو کارونو څخه وروسته خپلو بچو ته د سپورټ زمینه برابره کړي تر څو له نورو بدو لارو او کړنو راګرځېدلي وي او د ښې راتلونکي لپاره  یې کار کړی وي خو ددې ترڅنګ له کریکټ بورډ، ملي سوداګرو او نورو بنسټونو څخه هیله کوو که یې په دې ولس خوا بدیږي او دردیږي نو د کریکټ د هر لوبغاړي او لوبډلې لاسنیوی دي وکړي او دوی ته دې د لوبو زمینه برابره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *