تمه ده چې افغانستان او آیرلنډ د ټیسټلوبو مقام ترلاسه کړي

تاند- افغانستان او آیرلنډ به نن /پنجشنبه/ د کرکټ د نړیوالې شورا د کنفرانس د موافقې په صورت کې د ټیست د بشپړ غړیتوب لرونکو هیوادونو درجه ترلاسه کړي.

تمه کېږي چې د کرکټ د نړیوالې شورا د نن ورځې په کنفرانس کې به د ۵ ورځینیو سیالیو یا ټسټلوبو پر ۱۰ بشپړ غړیتوب لرونکو هیوادونو دوه نور؛ افغانستان او آیرلنډ ورزیات شي.

د کرکټ د نړیوالې شورا د موافقې په صورت کې به د ټیسټلوبو هیوادونو شمېر ۱۲ ته ورسېږي.

تر ۱۹۸۲ م کال پورې د ټیسټلوبو د غړیتوب لرونکو هیوادونو شمېر ۷ و، خو وروسته سریلانکا او زیمبابوې ته هم دا مقام ورکړای شو.

تر ټولو وروستی بنګله دېش ته د ټیستلوبو غړیتوب ورکړای شو. بنګله دېش په ۲۰۰۰ م کال دا درجه ترلاسه کړه او له هغه راوروسته بل هیواد ته د تیسټ میچونو مقام نه دی ورکړای شوی.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم اوس د نړۍ له لومړی درجه ټیمونو سره د سیالۍ جوګه بلل کېږي خو د دې لپاره چې د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب نه لري لومړۍ درجه ټیمونه ورسره مسابقې ته زړه نه ښه کوي.

په ۲۰۱۵ م کال افغانستان د لومړي ځل لپاره په نړیوال ۵۰ اوره جام سیالیو او دغه راز په نړیوال ۲۰ اوره جام سیالیو کې ګډون وکړ.

په شل اوره جام سیالیو کې افغانستان ویست انډیز ته، چې د اتلولۍ جام یې وګوټو ماته ورکړه.

آیرلند هم له افغانستان وروسته پر له پسې پرمختګ کړی دی او په ۲۰۰۷ کال یې پاکستان ته ماتې ورکړه او د ۲۰۰۷ نړیوال جام سیالیو ته یې ځان ورساوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *