افغانستان او ایرلنډ به د کرکټ په اوله درجه ټیمونو کې شامل شي

تاند- د کرکټ نړیواله شورا د دې لپاره چې د کرکټ ټیست لوبې لا نړیوالې کړي په دې غور کوي افغانستان او آیرلنډ ته، چې له ډېرې مودې راهیسي په یو ورځینیو نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي، د لومړی درجه لوبډلو مقام ورکړي.

د (سپورتس کیدا) د راپور له مخې، افغانستان او ایرلند ته به ښايي وروسته له دې د لومړی درجه تیست ټیمونو مقام ورکړای شي چې په درو کلونو کې د کرکټ د دایمي هیوادونو په توګه لومړني شرطونه پوره کړي.

سپورټس کیدا وايي، د کرکټ د نړیوالې شورا یوې سرچینې وویل«تراوسه پوري دغو دوو هیوادونو ته د بشپړ تیست مقام ورکول کره شوي نه دي، په دې اړه وروستۍ پرېکړه به د روان کال په پای کې اعلان کړي. دغو هیوادونو ته پکار ده چې د شرایطو د پوره کېدو لپاره د بېخ بنا بنسټونه پیاوړي کړي. نو تر څو چې دوی دا کار نه وي کړی موږ د دوی مقام نه شو تاییدولی.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *