د افغان کرکټ ۳ ستورو د آی سي سي په درجه بندۍ کې لومړي ځایونه نیولي

د کرېکټ د نړیوالې شورا (ای سي سي) د ۲۰۲۰ کال د شل اوره کرېکټ لوبو په نوې درجه بندۍ کې دوه افغان لوبغاړو لومړي مقامونه خپل کړي دي.

د شل اوره (T20I) لوبو د توپ اچونې په ډلبندۍ کې راشد خان د ۷۴۹ پاینټونو (نمرو) په ګټلو لومړی ځای خپل کړی او مجیب الرحمن د ۷۴۲ نمرو په درلودو دې رېنکېنګ دویم مقام ګټلی.

افغان لوبغاړی محمد نبي توانیدلی چې د الرونډرانو ترمنځ په ۳۱۹ پاینټونو لومړی ځای خپل کړي.

د توپ وهنې په برخه کې افغان لوبغاړی حضرت الله ځاځی تر هندي لوبغاړي ویرات کولي او د انګلنډ لوبغاړي له ایون مورګن څخه مخکې شوی او د ۶۹۲ پاینټونو په درلودو اتم ځای لري. ددې درجه بندۍ لومړی مقام پاکستاني لوبغاړي بابر اعظم په ۸۷۹ پاینټونو ګټلی دی.

د کرېکټ د نړیوالې شورا د یوه ورځنیو لوبو (ODI) په درجه بندۍ کې د توپ وهنې په برخه کې لومړی مقام په ۸۸۷ پاینټونو هندي لوبغاړي ویرات کولي ترلاسه کړی.

د یو ورځنیو لوبو د توپ اچونې په درجه بندۍ کې لومړی مقام هم هندي لوبغاړي جسپرېت بومرا په ۷۸۵ پاینټونو، دویم ځای نیوزیلنډي لوبغاړي ټرېنټ بولټ په ۷۴۰ پاینټونو او دریم مقام افغان لوبغاړي مجیب الرحمن په ۷۰۷ پاینټونو ګټلی دی.

د یو ورځنیو لوبو الرونډرانو کې لومړی مقام بیا انګریز لوبغاړي بېن سټوک په ۳۱۹ نمرو او دویم مقام افغان لوبغاړي محمد نبي په ۳۰۷ پاینټونو ګټلی دی.

د کرېکټ د نړیوالې شورا د ټیسټ لوبو د توپ وهنې په درجه بندۍ کې لومړی مقام هندي لوبغاړي ویرات کولي په ۹۲۸ پاینټونو ګټلی.

ددې شورا د توپ اچونې په برخه کې لومړی مقام استرالیايي پاټ کمېنس په ۹۰۴ پاینټونو خپل کړی او د الرونډرانو په کتار کې بیا د ویسټ انډیز لوبغاړي جېسن هولډر ۴۷۳ پاینټونو په درلودو تر ټولو مخکښ دی.