افغان ۱۹ کلنې هندۍ ۱۹ کلنې لوبډلې ته په ۲۱۱ منډو ماته ورکړه

د هند او افغان ۱۹ کلنو لوبډلو په ورځ یو ورځنۍ تمریناتي لوبه ترسره کړه، چې پکې هندۍ لوبډلې افغان لوبډله ټوله په ۴۴ منډو وسوځوله.  افغان نولس کلنو لوبډلې د نولس کلنو د نړیوال جام لپاره د چمتو والي په موخه له هندۍ نولس کلنو لوبډلې سره تمریناتي لوبه ترسره کړه.

 دې لوبه کې هندۍ لوبډلې افغان لوبډلې ته ۲۵۶ منډې هدف ورکړ.

د هند لپاره جېسوال ۶۹ او تېلاک ورما ۵۵ منډې وکړې.

 عابد محمدي د افغان لوبډلې لپاره درې وېکټې واخېستې.

 افغان لوبډله یې په ځواب کې په اتلسم اوور کې ټوله په ۴۴ منډو وسوځېده او لوبه ترې هندۍ لوبډلې په ۲۱۱ منډو وګټله.

 د نولس کلنو نړیوال پنځوس اوریز جام د جنوري په ۱۷ مه نېټه د ۱۶ لوبډلو په ګډون په سویلي افریقا کې پېلېږي او د فبروري تر ۹ مې نېټې دوام کوي.