افغان ۱۹ کلنو بنګله دېش ته په ۵۶ منډو ماتې ورکړه

خبریال: فضل الرحیم رحیمي – د افغانستان تر ۱۹ کلنو د کشرو لوبغاړو لوبډلې تر نړیوال جام وړاندې لومړنۍ رسمي تمریني مسابقه له بنګله دېش څخه په ۵۶ منډو وګټله.

د نولس کلنې لوبډلې په تمریناتي لوبوکې دل څلورمه بریا وه چې د نړیوال جام وړاندې یې خپلوي.

دوی تر دې وړاندې د نیوزلینډ یوځايي کلب سینټرل لوبډلې ته درې ماتې ورکړې وې.

د بنګله دیشي رسنیو د راپور له مخې، د افغانستان او بنګله دېش د ۱۹ کلنو لوبډلې د دوشنبې په ورځ /جنوري ۸/ د ۲۰۱۸ د نړیوال جام لپاره په لومړنۍ تمریني مسابقه کې مخامخ شوې.

افغان لوبډلې لومړی بیټنګ وکړ او ۲۰۶ منډې یېجوړې یې جوړې کړې خو بنګالي لوبغاړو یوازې ۱۵۰ منډې وکړای شوې.

له دوو لومړیو پرانستګرو بنګالي لوبغاړو پرته نور هیڅ لوبغاړي جفت (یعني ۱۰) منډې ونه کړای شوې.

بنګالي رسنیو د افغان لوبغاړو د لوبې په اړه ډېر څه نه دي ویلي خو یادونه یې کړې چې عظمت الله عمرزي ۸۱ منډې په ۶۶ توپونو وکړې. همداراز بشیرشاه او ابراهیم ځدراڼ ۴۴ او ۳۲ منډې وکړې.

خو د تاند له معلوماتو سره سم افغان نولس کلنې لوبډلې په نهه څلویښتم اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدا (۲۰۷) منډو هدف ټاکلی و.

 نوین الحق د بنګله دېش ۴ لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډله د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې، چې د جنورۍ په ۱۳په نیوزیلنډ کې پیلېږي، په ډي ګروپ کې له پاکستان، سریلانکا او آیرلنډ سره په یوه ګروپ کې دی.

2د افغانستان لومړۍ مسابقه به هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ وي. پاکستان د مخکنیو جامونو ګټونکی دی خو د افغانستان له لوبډلې سخته اندېښنه لري ځکه چې افغان لوبغاړو د اسیايي جام په سرلوبه او پایلوبه کې سختې ماتې ورکړې.

په دې سیالیو کې د افغانستان دوهمه مسابقه به د جنورۍ په ۱۷ له سریلانکا او د جنورۍ په ۲۰ مه له ایرلنډ سره وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *