انګلیستان په ۲۱ منډو بنګله دېش ته ماتې ورکړه

تاند- د انګلیستان او بنګله دېش لومړۍ یو ورځینۍ مسابقه انګلیستان په ۲۱ منډو وګټله.

بیټنګ انګلیستان پیل کړ او په خپلو ۵۰ اوورونو کې یې د ۸ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۳۰۹ منډې جوړې کړې.

د انګلیستان لپاره تر ټولو ډېرې منډې بي اې سټوکس جوړې کړې. ده په ۱۲۰ توپونو ۱۰۱ منډې وکړې. بریستاو په ۱۳۳ توپونو ۶۰، بټلر په ۴۸ توپونو ۶۳ او جې جې رای په ۵۲ توپونو ۴۱ منډې وکړې.

بنګالي لوبغاړو د انګلیستان له لوري ټاکل شوی هدف (۳۱۰ منډې) ښه تعقیب کړ خو د امرالقیس له سوځېدو وروسته د بنګالي لوبغاړو خونده لاړه.

ده په ۲۱۲ توپونو د بنګله دېش لپاره ۱۱۲ منډې وکړې.

د بنګله دېش لپاره شکیب الحسن هم ښه لوبه وکړه. ده په ۸۵ توپونو ۷۹ منډې وکړې.

په دې لوبه کې تر ټولو زیات ویکټونه د انګلیستان جې ټي بل واخیستل. نوموړي ۵ بنګالي لوبغاړي وسوځول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *