مبارز یوه بله اتلولي خپله کړه

د ازادې سوکلوبې افغان لوبغاړی بازمحمدمبارز د پنجشنبې په ورځ د فري فایټ- آزاد بوکس په یوه بیساري سیالۍ کې خپل قرغیز سیال ته ماتې ورکړه.

مبارز پر خپله فیسبوکپاڼه په یوه خپره شوې ویډیو کې ویلي چې په دې مسابقه کې یې خپل حریف ته په لومړي رونډ کې ماتې ورکړه:

کټ مبارز

(له نیکه مرغه ستاسو د دعاوو په برکت او د پاک خدای په مرسته مې خپل حریف ته په لومړي رونډ کې ماتې ورکړه او دا لویه بریا مې خپل ځان او د افغانستان خلکو ته وګټله.)

مبارز له دې مخکې د فري فایټ یا آزاد بوکس په سیالیو کې نورې ګڼې بریاوې هم ترلاسه کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *