افغان ۱۹ کلنو په ۵ ویکټونو او ۱۹۶ توپونو بنګله دېش ته ماتې ورکړه

تاند- د افغانستان د کرکټ د نولس کلونو ټیم نن درېمه یو ورځینۍ سیالي له بنګله دېش څخه په خورا ډېر توپیر وګټله.

لومړی بنګالي لوبغاړو بیټنګ وکړ. بنګالي لوبغاړي په داسې حال کې چې ټولټال یې ۷۵ منډې کړې وې، په ۳۰ اوور او ۴ توپ وسوځېدل.

افغان لوبغاړو د بنګله دېش له لوري ټاکل شوی هدف په اوولسم اوور کې پوره کړ او سیالي یې په ۵ ویکټونو او ۱۹۶ توپونو وګټله.

لومړۍ یو ورځینۍ سیالي بنګالي لوبغاړو ګټلې وه، دوهمه د باران د اورېدو له کبله لغوه شوه. ټاکل شوې ده چې دواړه ټیمونه دوې نورې سیالۍ هم وکړي.

د افغان لوبغاړو په منځ کې دروېش رسولي ښه بیټنګ وکړ. ده ۳۵ منډې وکړې اوتر پایه ونه سوځېد.

نوین الحق د بنګله دېش ۳ او طارق ستانکزي ۲ لوبغاړي وسوځول.

نوین الحق د مسابقې غوره لوبغاړی شو
نوین الحق د مسابقې غوره لوبغاړی شو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *