کرکټ|| تنکیو افغان لوبغاړو مالیزیا ته په ۸ ویکټونو او ۲۶۶ توپونو ماتې ورکړه

تاند- د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلونو لوبډلې د نړیوال جام د غوراوي لومړۍ مسابقه نن /دوشنبه/ له مالیزیا په ۸ ویکټونو وګټله.

دا یو ورځینۍ سیالۍ، چې په سینګاپور کې کېږي او د افغانستان او مالیزیا ترڅنګ نیپال او سینګاپور هم پکې برخه لري، نن پیل شوې.

د نننۍ سیالۍ پجه افغان لوبغاړو وګټله او پرېکړه یې وکړه چې لومړی باولینګ وکړي.

د افغان باولرانو د غښتلي توپ اچونې له کبله د مالیزیا ټول لوبغاړي په ۲۱ اوور کې په داسې حال کې وسوځېدل چې صرف ۵۳ منډې یې کړې وې.

یوسف ځاځي ۴، مجیب ۳، ظاهر پکتین ۲ او شمس یو لوبغاړی وسوځول.

افغان لوبغاړو یوازې په ۶ اوورونو کې هدف پوره کړ.

دروېش رسولي ۳۱ او نوید عبید ۱۸ منډې وکړې. عبید تر پایه ونه سوځېد.

په دې توګه دا مسابقه افغانستان په ۸ ویکټونو او ۲۶۶ توپونو وګټله.

په دومره زیات توپیر د لومړۍ مسابقې ګټل له یوې خوا د افغان لوبغاړو روحیه لا پیاوړې کوي او له بلې خوا د افغان لوبغاړو په وړاندې د نورو لوبډلو روحیه اغېزمنوي.

یوسف ځاځی د سیالۍ غوره لوبغاړی وپېژندل شو.

د افغانستان تر نولس کلونو کشره لوبډله به سبا /سې شنبه/ له کوربه هیواد سینګاپور سره مخامخ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *