د ۱۹ کلونو د غوراوي جام په سیالیو کې د افغانستان لومړۍ سیالي

تاند- د افغانستان تر نولسو کلونو د کشرو لوبغاړو ټیم سبا /دوشنبه/ د نولس کلونو د نړیوال جام د غوراوي په لومړۍ سیالي کې له مالیزیا سره مخامخ کېږي.

د نولس کلنو د جام د غوراوي سیالۍ په سینګاپور کې کېږي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله، پرون /شنبه/ سینګاپور ته ورسېده او نن /یکشنبه/ یې په دغه هیواد کې د سبانۍ مسابقې لپاره تمرین وکړ.

په دې سیالیو کې د کوربه هیواد سینګاپور ترڅنګ مالیزیا، نیپال او افغانستان برخه لري. هر ټیم ټولټال ۸ مسابقې کوي.

د افغانستان دوهمه سیالي به د جولای په ۱۸ مه له سینګاپور، د جولای ۲۰ مه له نیپال، د جولای ۲۱ مه له مالیزیا، د جولای په ۲۴مه له سینګاپور او د جولای په ۲۵مه له نیپال سره وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *