ابوذر لوبډلې لومړی او سباوون دوهم مقام ترلاسه کړی

خپلواک دریځ

کریکټ هغه لوبه چې اوس ورته د ټولو افغانانو مخه ده، ددې هیواد زرګونه ځوانان یې د هرې بدې کړنې او لارې راګرځولي او هغوی ته یې د هیوادنۍ مینې احساس او چل ورښودلی، اوس د ځوان، سپین ږیري، ماشوم، نر او ښځه ټولو خوښي دې لوبه کې نغښتې ده.

د هلمند کریکټ امریت له لوري د ۱۲ ب کریکټ لوبډلو ترمنځ پیل شوي سیالۍ تېره ورځ د ابوذر لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

د لوبې نندارچیان او لوبغاړي وایي خوښ یو چې د هرې بدې کړنې راګرځېدلي یو او د یووالي لپاره لوبیږو.

کریکټ هغه لوبه چې زرګونه ځوانان یې له هرې ناوړې او بدې لارې راګرځولي او د سولې او یووالي لپاره لوبیږي نن دملت کریکټ لوبغالي کې د کریکټ امریت له لوري د پیل شوي ټورنمنټ وروستۍ پایلوبه د سباوون او ابوذر لوبډلو ترمنځ ترسره سوه، چې ابوذر لوبډلې لومړی او سباوون دوهم مقام وګاټه.

د ابوذر او سباوون لوبډلمشران وایي یادې سیالۍ ددوی لپاره ډېرې مهمې دې ځکه کورنی کریکټ د یو هیواد اصلي کریکټ دی او له همدې ځایه د یو هیواد ملي لوبډله جوړیږي.

دغه پایلوبه کې ابوذر لوبډلې سباوون ته د۱۵۵ منډو هدف په ۱۴ اورونو کې ورکړی چې سباوون لوبډلې یې په ځواب کې ۱۴۴ منډې وکړې او د۱۱ منډو په توپیر یې دغه سیالۍ وبایلل، ددې ټورنمنټ ترټولو ډېرې منډې جوړونکی د سباوون لوبډلې لوبغاړی عبدالباري محمدي، د ټورنمنټ تر ټولو زیاتې ویکټې اخیستونکی د ابوذر لوبډلې لوبغاړی رحمت الله او ددې پایلوبې غوره لوبغاړی بیا جمال الدین وټاکل شو وروستیو کې سباوون لوبډلې ددوهم او ابوذر لوبډلې ته د لومړي مقام ګټلو کپونه ورکړل شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *