افغانستان ته به ژر د ټیستلوبو مقام ورکړای شي

تاند- د کرکټ نړیواله شورا به ژر افغانستان او آیرلنډ ته د ټیستلوبو یا لومړی درجه ټیمونو مقام ورکړي.

د کرکټ د نړیوالې شورا د سرچینو پر اساس میډ ډې په یوه راپو رکې وویل، انګلنډ او څو نورو هیوادونو هلې ځلې کولې چې تر افغانستان وړاندې دې آیرلنډ ته د ټیستلوبو مقام ورکړای شي، خو اسیايي هیوادونه افغانستان مستحق بولي او په کلکه د افغانستان د غړیتوب ملاتړ کوي.

سرچینه وايي، اوس ډېر احتمال شته چې دواړو هیوادونو ته د ټیسلوبو چانس ورکړای شي. په دې اړه پرېکړه به د کرکټ د نړیوالې شورا (ICC) په راتلونکې غونډه کې وشي.

که افغانستان د ټیستلوبو مقام ترلاسه کړ، د لومړۍ درجې ټیمونه به ورسره مسابقو ته په اسانه حاضرېږي او له بلې خوا به د کرکټ له نړیوالې شورا څخه زیاته بودجه ترلاسه کړي.

حاضردمه هند د کرکټ د نړیوالې شورا په درجه بندۍ یا رینکینګ کې لومړی او زیمبابوې وروستی ځای لري.

په یو ورځنیو سیالیو کې تر ټولو زیات پواینټونه د جنوبي افریقا (۱۱۹) دي.

افغانستان ۵۲ پواینټونه او تر زیمبابوې یوه نومره وړاندې لسم ځای لري.

په یو ورځنیو سیالیو کې د زیمبابوې پواینټونه ۴۸ او د آیرلنډ ۴۲ دي.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې سرروزونکی لالچند راجپوت وايي، ټیم یې ډېر زحمت ایستلی او د ټیستلوبو مستحق دی.

ده وویل«د افغان ټیم نتیجې د ټولو په وړاندې دي. موږ په ټولو فارمټونو؛ که هغه شل اوره وې یا یو ورځینی او یا هم څلور ورځینۍ خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې. د کرکټ نړیواله شورا باید موږ ته موقع راکړي چې ټیستلوبې وکړو. که د کرکټ نړیواله شورا آیرلنډ ته هم د ټیستلوبو مقام ورکوي، ښه خبره ده، موږ یې هرکلی کوو.»

افغانستان به راتلونکې (مې) میاشت ویست انډیز ته لاړ شي چې د دغه هیواد له ملي لوبډلې سره ۳ شل اوره او څو یو ورځینۍ مسابقې وکړي.

وروسته به افغان ټیم د نړۍ له منتخب ټیم سره د بریتانیا په لارډ لوبغالي کې مخامخ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *