راشد ارمان د سن رایزرس او ګوجرات زمریانو د مسابقې غوره لوبغاړی شو

تاند- د هند د کرکټ په غوره لیګ کې نن /یکشنبه/ د حیدراباد سن رایزرس ټیم، چې محمد نبي او راشد ارمان پکې لوبېږي، د ګوجرات زمریانو (لاینز) ته په ۹ ویکټونو او ۲۷ منډو ماتې ورکړه.

راشد ارمان په دې مسابقه کې د ګوجرات درې زمریان وسوځول او د دې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه هم په خپل نوم ثبت کړه.

ده په ۴ اورونو کې نه یوازې لږ منډې ورکړې بلکې یو لوبغاړی یې رن اوټ هم کړ.

پچه سن رایزرس لوبډلې وګټله او پرېکړه یې وکړه چې لومړی بیټنګ سیال ټیم وکړي.

د ګوجرات زمریانو د ۷ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې په ۲۰ اوورونو کې ۱۳۵ منډې وکړې.

په مقابل کې یې د سن رایزرس لوبډلې یوازې د یوه لوبغاړي د سوځېدو په وړاندې لوبه په داسي حال کې وګټله چې ۲۷ توپونه یې لا لرل.

د سن رایزرس د استرالیايي لوبغاړو ډیوید وارنر او مویسیز هینریکس ملګرتیا د دغه ټیم له بري سره لویه مرسته وکړه.

وارنر په ۴۵ توپونو ۷۶ او هینریکس په ۳۹ توپونو ۵۲ منډې وکړې.

دا د سن رایزرس دوهمه سیالي او پر له بسې دوهمه بریا ده. په تېره مسابقه کې هم راشد خان ارمان دوه لوبغاړي سوځولي ول.

د نن ورځې په سیالۍ کې هم محمد نبي ته موقع ورنه کړای شوه.

د راشد ارمان له ښې لوبې سره بیا بیا د افغانستان نوم یاد شو.

د دواړو ټیمونو کیپتانانو، روزونکو او همداراز د لوبې مبصرانو راشدخان وستایه. دوی د راشد خان ښه لوبه د افغانستان لپاره مثبت پیغام وباله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *