نبي: موږ ټیستلوبو ته تیار یوو

تاند- محمد نبي، چې اوس د هند د غوره لیګ په سیالیو کې د حیدراباد د سن رایزرس لوبډلې لپاره لوبېږي، ټینګار کوي چې افغانستان د ټیست میچونو وړتیا لري او حاضر دی له لومړی درجه لوبډلو سره ټیستلوبې وکړي.

محمد نبي اې این آی خبري اژانس ته وویل«موږ چمتو یوو چې ټیستلوبې وکړو. موږ د لوړ معیار باولران او بټسمنان لرو.»

ښاغلی نبي او راشد ارمان د افغانستان یوازیني دوه لوبغاړي دي چې د لومړي ځل لپاره د هند په غوره لیګ کې، چې د نړۍ تر ټولو غوره لوبغاړي یې رایوځای کړي دي، لوبېږي.

دوی تېره میاشت په هغه مزایده کې په لوړه بیه واخیستل شول چې د هند په بنګلور کې وشوه.

راشد خان د حیدراباد د سن رایزرس لوبډلې په لومړۍ مسابقه کې ډېر ښه وځلېد، د مقابل ټیم دوه تکړه لوبغاړي یې وسوځول.

محمد نبي اې این آی (ANI) ته په ځانګړې مرکه کې د هند د غوره لیګ سیالۍ د ځان او راشد خان ارمان لپاره ستر چلینجونه وبلل خو ویې ویل چې دا سیالۍ د دوی لپاره ښه فرصت برابروي چې نړیوالو ته وښيي چې افغانستان ښه استعدادونه او تکړه کرکټران لري.

نبي وویل چې له دې لوبو خوند اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *