محمد نبي په ۳۷ توپونو ۸۷ منډې وکړې

تاند- نامتو افغان الراونډر محمد نبي، چې نن سبا د بنګله دېش په غوره لیګ سیالیو کې اوبېږي، د دغو سیالیو په شپاړسمه مسابقه کې ۸۷ منډې وکړې.

محمد نبي، په دې سیالۍ کې، چې د چیټاکانګ ښار په لوبغالي کې وشوه، په ۳۷ توپونو ۸۷ منډې وکړې.

ده ۶ څلوریزې او ۶ شپږیزې ووهلې.

د بنګله دېش په غوره لیګ کې د محمد نبي ترڅنګ راشد خان او محمد شهزاد هم په جلا جلا ټیمونو کې لوبېږي او تراوسه درې واړه ښه ځلېدلي او د غوره لوبغاړو جایزې یې ګټلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *