د انګلیستان الف لوبډلې د ۴ ورځینۍ سیالۍ په لومړۍ ورځ ۲۷۹ منډې وکړې

تاند- د ځوانو افغان باولرانو له سخت فشار سره سره د انګلیستان زمریانو د افغانستان او انګلیستان د الف لوبډلو د څلور ورځینۍ سیالۍ په لومړۍ ورځ د ۹ لوبغاړو د سوځېدو په وړاندې ۲۷۹ منډې جوړې کړې.

پچه د انګلیستان لاینز (زمریانو) وګټله او غوره یې وګڼله چې لومړی بیټنګ په خپله وکړي.

په دې سیالۍ کې، چې نن /چهارشنبه/ د متحده عربي اماراتو د ابوظهبي په زاید لوبغالي کې پیل شوه، د افغانستان په الف لوبډله کې راشید خان څلور انګلیسي لوبغاړي وسوځول.

د انګلیستان د الف ټیم یا انګلنډ لاینز (Foakes) ۷۰ منډې وکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *