د فوټبال نامتو لوبغاړی بیکم کور بدلوي

تاند- ځیني سپورتي لوبغاړي د سینمايي لوبغاړو په شان دومره شتمن شوي چې نور نه پوهېږي په پیسو څه وکړي.

په داسي شتمن شویو کسانو کې یو هم د انګلیستان د فوټبال د ملي ټیم او د دغه هیواد د مانچستریونایټیډ پخوانی لوبغاړی ډیود بیکم دی.

د بیکم ماندینه (ویکتوریا) هم مشهوره هنرمنه ده.

بېکم ته د ده ماینه شله ده چې په کلیفورنیا کې اوسنی کور وپلوري ځکه چې کوچنی دی او پر ځای یې غټ کور واخلي.

د دوی اوسنی کور ۴ زره متر مربع یعني ۲ جریبه دی.

ویکتوریا او بیکم
ویکتوریا او بیکم

د بریتانیا د سن ورځپاڼې د راپور له مخې، بېکم اوس غواړي چې د امریکا په کلیفورنیا کې نوی کور واخلي.

د بېکم د اوسني کور ارزښت څه باندې ۳۰ ملیون ډالره دی او څو تنو یې اخیستلو ته تیاري ښوولې ده.

خو دوی به غالباً خپل کور له یوې سینمايي ستورې سره بدل کړي.

د هغې کور په یوه لا قیمتي سیمه کې دی.

2بیکم په بریتانیا، هسپانیا او فرانسې کې هم کورونه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *