اُمېد پوپلزی د هالند د دوهم لیګ غوره لوبغاړی شو

تاند- د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم تکړه لوبغاړی اُمېد پوپلزی، چې د هالنډ په یوه کلب کې لوبېږي، د دغه هیواد د دوهمې درجې لیګ د غوره لوبغاړي لقب ترلاسه کړ.

امېد پوپلزی د هالنډ په اشیلس کلب کې لوبه کوي. دا لوبډله د هالنډ د دوهم لیګ غړې ده.

د سږني فصل په سیالیو کې د ښې لوبې په خاطر پوپلزی د مسابقو د فصل غوره لوبغاړی شو.

شل کلن پوپلزي ته دا لقب او جایزه د هالنډ د دوهم لیګ د سیالیو جوړوونکې کمېټې ورکړه.

ده د هالنډ په دوهم لیګ کې څلور ګولونه وهلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *