چمپیونز لیګ: روډریګو دوهم ځوان لوبغاړی شو چې هټریک یې وواهه

محمود خان منندوی

روډریګو دوهم ځوان لوبغاړی شو، چې په چمپیونز لیګ کې یي هټریک ترسره کړ.

 یوازي راول ګونزالیس د روډریګو څخه په لږ عمر سره په چمپیونز لیګ کې د هټریک پر وهلو بریالی شوی دی او جالبه نقطه دا ده، چې دواړو لوبغاړو دغه ریکارډونه د ریال ماډریډ په لباس کې ثبت کړي دي.

 درې ځوان هټریک کوونکي لوبغاړي په عکسونو کي سته او نور دا دي:

 ارلینگ هالند (17 سپټمبر 2019) په 19 کاله او 58 ورځې عمر سره

 یاکوبو مکابی (سپټمبر 2002) په 19 کاله او 306 ورځې عمر سره

 کیلیان ام باپي (22 اکټوبر 2019) په 20 کاله او 306 ورځې عمر سره

د 2016 کال په دې ورځ، رونالډو د ریال ماډریډ سره خپل قرارداد تر 2021 پورې وغځاوه، خو تر دې دوه کاله وروسته ورڅخه جلا شو!

په راتلونکې اوونۍ کې د ملي لوبو په جریان کې به د مالي ملي لوبډله 3 لوبغاړي په یوه نوم ( آډاما ټرایوري) ولري.