انګلستان او نیوزېلنډ نن څلورمه لوبه شل اوریزه سیالۍ کوي

نیوزېلنډ کرکټ ملي لوبډله له انګلستان سره د شل اوریز سیریز څلورمه لوبه د کابل پر وخت نن سهار ۹ نیمې بجې پیلوي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ په ترسره شویو درې لوبو کې دوه نیوزېلنډ او یوه یې بیا انګلستان ګټلې ده.

نیوزېلنډ لوبډلې انګستان ته سفر کړی او هلته ورسره د پنځو شل اوریزو لوبو لړۍ ترسره کوي.

که ننۍ لوبه انګلستان وګټي، سیریز به دوه په دوه مساوي شي؛ خو که نیوزېلنډ په کې بریا خپله کړي د سیریز اتلولي به ترلاسه کړي.

د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي هم په خپله وېبپاڼه د انگلنډۍ لوبډلې د چمتوالي راپور خپور کړی دی، دغه راز انګلنډ کرکټ بورډ هم دا انځوران خپاره کړي دي او ویلي یې دي چې د نیوزیلنډ پر وړاندې یې د خپلې لوبډلې له لوري د پوره چمتوالي څخه ډاډمن یو.

انګلنډ او نیوزیلنډ دواړه د کرکټ پیاوړې لوبډلې دي او د کرکټ په تاریخ کې یې بې سارې بریاوې خپلې کړي دي.