اسټرالیا او انګلستان د اشیز لوبلړ په څلورمه ټيسټ سیالۍ کې څه وکړل

د ۲۰۱۵ م کال د پنځوس ارویزه سیالېو نړیوال جام اتلې استرالیا کرکټ ملي لوبډلې د اشیز سیریز په روانه څلورمه ټېسټ لوبه کې د سږ ۲۰۱۹م کال د پنځوس اوریزه سیالېو د نړیوال جام اتلې لوبډلې انګلستان ته د ۳۸۳ منډو هدف ورکړی دی.
په دغې لوبه کې استرالیا لوبډلې لومړۍ پاڼۍ توپ وهنه کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۴۹۷ منډې وکړې.

انګلستان لوبډله خپله لومړۍ پاڼۍ توپ وهنه کې په ۳۰۱ منډو اوټ شوه.
استرالیا دویمه پاڼۍ کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۶ منډې وکړې او په دې سره یې انګلستان ته د ۳۸۳ منډو هدف وټاکه.
انګستان لوبډلې د هدف پوره کولو لپاره اوس ۳۶۵ منډو ته  په ۸ ویکټو ضرورت لري.
د لوبې څلورمه ورځ پای ته رسېدلې او د پنځمې ورځې لوبه به یې دوه نیمې بجې پیل شي